د لاس رسي وړ اتصالات

په فلورېډا کې په یوه ورځ ۲۱۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي 


چارواکي وايي چې په امریکا کې د کروناویروس «دلتا» بڼې پېښې زیاتې شوي
چارواکي وايي چې په امریکا کې د کروناویروس «دلتا» بڼې پېښې زیاتې شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز وايي چې د امریکا په جنوب-ختیځ ایالت فلورېډا کې تېره ورځ جولای ۳۱ (زمری۹) ۲۱۶۳۸ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ دي.

د دغې شمېرې له اعلان وروسته دا ایالت په امریکا کې د کروناویروس تر ټولو ډېرې پېښې لري او د دغو پېښو د مرکز په سترګه ورته کتل کیږي.

تر دې مخکې د جنورۍ په اوومه په دغه ایالت کې ۱۹۳۳۴ کسان د کرونا په ویروس اخته شو ي‌ وو.

د فلورېډا ایالت ۲۱.۵ میلیون نفوس لري او دا مهال د ټولې امریکا د کرونا ویروس د تازه پېښو یوه په پنځمه یې په دغه ایالت کې دي.

چارواکو د جمعې په ورځ‌ اعلان کړی و چې ۱۷۰۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي، دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس ضد واکسین هم ښه ډېر وېشل شوی دی.

په همدې حال کې د فلورېډا والي ران ډيسانتیس اعلان وکړ چې زده کوونکي مجبور نه دي‌ په ښوونځیو کې ماسک وتړي.

په فلورېډا کې د روغتیا یو لوی مرکز «اډوینټ هیلت» ویلي دي چې د کرونا ویروس د پېښو په زیاتېدو سره هغوی له عاجلو عملیاتو پرته نور عملیات نشی کولای.

په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون وايي‌ د کرونا ویروس له پیل راهېسې د فلورېډا په ایالت کې ۳۹۰۰۰ کسان مړه شوي او ۲.۶ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

د اریزونا ایالت

له فلورېډا وروسته اریزونا د امریکا بل هغه ایالت دی چې د کرونا ویروس نوې بڼه «دلتا» پېښې په کې زیاتې شوي‌ دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس په تېرو پنځو میاشتو کې په لومړي ځل په اریزونا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د ورځې ۲۰۰۰ ته پورته شوی دی.

په دغه ایالت کې په تېرو دریو پرلپسې ورځو کې هره ورځ څه باندې ۱۰۰۰ کسان په روغتون کې بستر کیږي.

د اریزونا ایالت ۷.۲ میلیون نفوس لري چې ۹۲۵۱۶۹ کسان یې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي د کرونا ویروس له پیل راهېسې د دغې وبا له کبله په اریزونا کې ۱۸۲۲۴ کسان مړه شوي دي.

د کرونا ضد واکسین

د امریکا د متحدو ایالتونو د نارغیو د کنترول او مخنیوي مرکز وايي‌ چې تر دې دمه په ټولې امریکا کې د کرونا ویروس ضد ۴۰۰.۶ میلیون ډوزه واکسین وېشل شوي او ۳۴۵.۶ میلیون یې تنظیم او رسول شوي دي.

په دوی کې د «فایزر او مودرینا» واکسینونونه، چې دوه-دوه ډوزه کیږي او «جانسن اېنډ جانسن» چې یو ځل کیږي، شامل دي.

د شنبې تر ورځې پورې په ټولې امریکا کې ۱۶۴.۷ میلیون کسانو د کرونا ضد پوره او څه باندې ۱۹۰ میلیون نورو بیا لږ تر لږه یو ډوز واکسین کړی دی.

د جانس هاپکینز پوهنتون په وینا تر تېرې ورځې پورې په ټولې نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله ۴.۲ میلون انسانان مړه شوي او ۱۹۷.۷ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

امریکا تر بل هر هېواد ډېره زیانمنه شوې ده چې تر دې دمه د دغې وبا له کبله په کې ۶۱۳۱۱۳ کسان مړه شوي‌ او ۳۵ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ایالت کې خپور شو.

XS
SM
MD
LG