د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د 'دلتا' په نوم د کرونا نوې بڼه پیدا شوې ـ روغتیا وزارت


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د «دلتا» په نوم د کرونا ویروس د هندۍ بڼې د پیدا کېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن شنبه جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د «دلتا» په نوم کرونا ویروس نوې بڼه د هیواد په روغتیايي لابراتوارونو کې تشخیص شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په مرکزي لابراتوارونو کې د ۱۹ سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱ ډوله «دلتا» ویروس او پاتې اته سمپلونه یې د انګلیسي ویروس و.

د مجروح په وینا پورته ارقامو ته په کتو په هیواد کې څه باندې ۵۰ سلنه خلک د کرونا په «دلتا» ویروس اخته شوي دي.

ویل کیږي چې د «دلتا» په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په لومړي ځل په هند کې خپره شوې ده.

هغه وویل که څه هم په دې وروستیو کې د کروناویروس د خپرېدو کچه یوه سلنه راټیټه شوې، خو لا هم دغه ویروس په هیواد کې د پراخېدو په حال کې دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې په نژدې راتلوونکي کې به د امریکا متحده ایالاتو څخه افغانستان ته د کرونا ویروس ضد "جانسن ایند جانسن" واکسین درې میلیونه ډوزه هم راورسیږي.

د ښوونیزو مرکزونو بېرته پرانیستل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړه چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او نورو ښوونیزو بنسټونو سره د پوهنتونو او نورو ښوونیزو مرکزونو د بېرته پرانیستلو پر طرحې کار کوي.

هغه وویل چې د ښوونیزو مرکزونو رخصت کېدو او نورو محدودیتونو د کرونا ویروس خپرېدو کچه راټیټه کړې ده.

XS
SM
MD
LG