د لاس رسي وړ اتصالات

د محدودیتونو کمېدو سره امریکا کې د کرونا پېښې زیاتې شوې


د کروناویروس د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله امریکا ډېره ځپلې ده
د کروناویروس د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله امریکا ډېره ځپلې ده

د امریکا په یو شمېر ښارونو کې کاروبارونه، تفریحي پارکونه، رستورانتونه او داسې نور ځایونه بېرته پرانیستل شوي چې ورسره ځینو ایالتونو کې د کروناویروس د پېښو شمېر هم زیات شوی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکېنز مرکز چې د کروناویروس د پېښو په اړه معلومات راټولوي وايي چې د قرنطین د محدودیتونو په کمولو او لېرې کولو سره د امریکا په ۲۱ ایالتونو کې د کرونا د پېښو شمېر لوړ شوی.

په همدې حال کې د امریکا د روغتیا د برخې چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوي او د دغه ویروس په ضد د مبارزې ګټلو ته لا ډېر وخت پاتې دی.

د اسوشیتډپرس آژانس راټول شوي معلومات ښيي چې د امریکا په ۲۱ ایالتونو کې تېره اونۍ د مخکنۍ اونۍ په پرتله په کروناویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

په ځینو ایالتونو کې د معاینه شویو کسانو نتیجې راوتلي چې او ډېر یې کرونا دي. په ځینو نورو ایالتونو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله دا پېښې زیاتې شوې دي.

ځينې کارپوهان وايي‌ چې د پېښو په زیاتوالي کې یو عمده علت د قرنطین د محدودیتونو لېرې کول او کمول دي.

د اریزونا په ایالت کې روغتونونو ته ویل شوي چې بد وضعیت ته ځانونه چمتو کړي.

د ټکساز په ایالت کې تر بل هر وخت اوس په کروناویروس ډېر اخته کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د امریکا په شمالي ایالت ماسچوسیتز کې چې د مۍ په میاشت کې په کې د کروناویرس پېښې کمې شوې وې، په تېرو دوو اونیو کې دا پېښې په کې بیا زیاتوالی راغلی.

د شمالي کارولینا والي وایي چې د پېښو په زیاتېدو سره هغوی اوس د ښوونځیو او کاروبارونو د بیا پیلولو په اړه له سره فکر او غور کوي.

په همدې حال کې د هارورډ د ساري ناروغیو د برخې متخصص ویلیم هناګ وايي: "سره له دې چې په ځینو ایالتونو کې د کروناویروس لومړۍ څپه تېره شوه خو دا په دې مانا نه ده چې د کروناویروس ختم شوی دی. "

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ‌ اداره هلې ځلې کوي ‌چې په امریکا کې ټول کاروبارونه او ژوند بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د کرونا له کبله په امریکا کې تر دې دمه نژدې ۱۱۴زره کسان مړه شوي او څه باندې دوه میلیون نور په دغه ویروس اخته شوي دي. د کروناویروس چې د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو، تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې شاوخوا ۴۲۰زره کسان مړه کړي‌ او څه باندې ۷.۵ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG