د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مقامات: مظاهره کوونکي دې د کرونا معاینات وکړي 


د امریکا د متحده ایالاتو په ګوټ ګوټ کې مقاماتو د هغو مظاهره کوونکو څخه چې د جورج فلویډ د مړینې په غبرګون کې سړکونو ته راوځي غوښتي چې د څه دپاسه یوې اونۍ لاریونونو او نژدې تماسونو وروسته دې ځانونه د کروناویروس لپاره معاینه کړي.

د نیویارک دموکرات والي اندریو کومو له مظاهره کوونکو غوښتي چې ځانونه معاینه کړي او زیاته کړې یې ده چې د نیویارک ایالت د کروناویروس د معایناتو لپآره ۱۵ نور مرکزونه هم پرانستي دي.

همداشان د اتلانتا، سان فرانسیسکو او سیاتل ایالتي او ښاري مشرانو پر مظاهره کوونکو باندې ورته غږ کړی دی.

ټاکل شوې چې نن د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۴۰۰ زره کسان پداسې حال کې په نیویارک کې بیرته کارونه پیل کړي چې دغه ستر ښار د قرنطین نه د وتلو لومړی پړاو پیل کوي.

امریکایي مقامات د کروناویروس د بیاخپریدو نه پداسې حال اندیښنه څرګندوي چې دغه هیواد په نړۍ کې تر ټولو زیاتې د کروناویروس مثبتې پیښې او ددې ویروس په وجه مړینې لري.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د دوسنبې د ورځې جون اتمې (غبرګولي ۱۹) تر سهاره په امریکا کې د کروناویروس په وجه ۱۱۰۵۱۴ کسان مړه شوي او ۱۹۴۲۳۶۳ تنه پدې ویروس اخته شوي دي.

له امریکا وروسته بریتانیا، برازیل او ایټالیا د کروناویروس په وجه ډیر ځپل شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د دوشنبې د ورځې تر سهاره په نړۍ کې ۴۰۳۰۰۰ کسان په کروناویروس مړه شوي او مثبتو پیښو شمیر له اوه میلیون کسانو څخه اوښتی دی.

خو پدې ترڅ کې ښه خبر راغی او هغه دا چې د نويوزیلاند صدراعظمې جسیندا اردیرن اعلان وکړ چې په هیواد کې یې د کروناویروس صفر کړی دی او د ۱۷ ورځو راهیسې پدې هیواد کې ددې ویروس نوې پیښه نده ثبت شوی.

XS
SM
MD
LG