د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیواله شورا افغانستان ته ۵۰۰ زره ډالر ورکوي


د کرکټ نړیواله شورا وايي افغانستان سره ځکه دا مرسته کوي، چې له نورو هېوادونو سره سیالۍ وکړي.
د کرکټ نړیواله شورا وايي افغانستان سره ځکه دا مرسته کوي، چې له نورو هېوادونو سره سیالۍ وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايي رئیس شفیق الله ستانکزي د امریکاغږ اشنا سره په خبرو کې د نړیوالې شورا وروستۍ پرېکړه وستایله او هرکلی یې وکړي.

افغانستان په نړیوالې درجه بندۍ کې

افغانستان نړیوالې درجه بندۍ کې

په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې لسم مقام لري

د ۲۰ اورونو په سیالیو کې نهم مقام لري

د انټرکانټینټل په سیالیو کې درېیم دی، چې له ټسټ هېوادونو وروسته ۱۳ راځي

څلور وارې یې د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې لوبېدلی

یو وارې د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې لوبېدلی

د دویمې درجې لومړنی هېواد دی چې له زمبابوې نه یې څلور پرلپسې سیریزونه ګټلي

د کرکټ د نړیوالې شورا بورډ په دوبۍ کې د دوشنبې په ورځ په یوې غونډې کې له افغانستان او ایرلېنډ سره د نورو مالي مرستو اعلان وکړ.

د دغې شورا په ويپاڼې کې راغلي" د کرکټ د نړیوالې شورا د لوبو او مارکیټ د پراختیايي ستراتیژۍ له مخې پرېکړه وشوه، چې له افغانستان او ایرلینډ سره به۵۰۰- سوه زره ډالره مرسته کيږي، چې له نورو هېوادونو سره دوه اړخیزې نړیوالې یوې ورځنۍ سیالۍ وکړي." يانې هر یو هېواد ته به همدومره پېسې ورکول کیږي.

​د افغان کرکټ بورډ اجرايي رئیس وايي "په دې کار سره به د افغانستان کرکټ نور پرمختګ هم وکړي او له نورو هېوادونو سره به سیالۍ ولرو، ځکه چې له بشپړ غړي سره سیالۍ ډېرې پېسې غواړي او موږ له آی سي سي نه مننه کو. "

ښاغلي ستانکزي وویل، چې له ډېر پخوا نه یې د کرکټ د نړیوالې شورا نه همدا غوښتنه کوله، چې بلاخره نن یې ومنل شوه. افغانستان او ایرلینډ د کرکټ دنړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو پیاوړي لوبډلې دي.

د کرکټ د دویمې درجې او درېیمې درجې هېوادونه دا مهال له یوبل سره سیالۍ کوي، چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته لاره پېدا کړه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG