د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو اختر څنگه او چرته تیر کړو؟


د افغانستان کرکټ ملي ټیم دا وخت د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي د سیالیو دپاره په سکاټ لینډ کې دي. د روژې په میاشت کې پیل شوې سیالۍ د اختر د ورځې پورې ورسیدې. دا چې د اختر دغه درې ورځې لوبغاړو په مسافرۍ کې څنگه تېرې کړې. موږ د کرکټ د ملي ټیم منیجر یا مدیر ښاغلي شیر آغا همکار سره مرکه کې پوښتلي دي.

د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي د اختر مانځه ته روان دي
د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي د اختر مانځه ته روان دي

ښاغلی همکار وايي چې د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو د اختر په اوله ورځ د ځانه سره راړوي وطني کالي واغوستل. د اختر مانځه ته تیار شول او نیزدې جومات ته لاړل. د اختر د مانځه نه پس ېې د یو بل سره خوشالۍ شریکې کړې او چای او شیرنې ېې سره په گډه وڅښله او وخوړله .

د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو بیا د انټرنیټ او ټیلي فون دلارې خپلو خپلوانو او دوستانو سره د اختر مبارکۍ پیغامونه شریک کړل او د کورنیو سره د زړه خوالې وکړې.

وروسته ورته د کرکټ بورډ لخوا د اختر میلمستیا برابره شوې وه چې ټولو پکې گډون وکړو.

د کرکټ د ملي ټیم کپتان،پخوانی کپتان او شېر اغا همکار د اختر په ورځ
د کرکټ د ملي ټیم کپتان،پخوانی کپتان او شېر اغا همکار د اختر په ورځ

ښاغلی شېر اغا همکار چې پخوا د کرکټ د نولس کلن ټیم منیجر و،په دې نیزدو ورځو کې د کرکټ ملي ټیم منیجر مقرر شوېدې. هغه وايي چې کرکټ د ملي ټیم مدیریت افتخار گڼي خو ورسره دا هم وايي چې دا ډیر مشکل او د مسولیت کار هم دی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:12 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG