د لاس رسي وړ اتصالات

۳۵۰ لوبغاړو اې پي ال کې د لوبېدو هیله ښودلې- کرکټ بورد


په اې پي ال کې پنځه ټیمونه دي
په اې پي ال کې پنځه ټیمونه دي

د افغانستان کرکټ پریمیر لیګ ته د لوبغاړو د اخیستو مراسم راتلونکې دوه شنبه (سپتمبر ۱۰) نیټه په متحده عربي اماراتو کې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د لوبغاړو د اخیستو په دې مراسمو کې به د نړۍ د کرکټ ۳۵۰ لوبغاړي شامل وي.

اعلامیه زیاتوي چې دوی ته د افغان لوبغاړو په ګډون له پاکستان، بنګلادېش، سریلنکا، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، اسټرالیا، ایرلېنډ، زمبابوې، متحده عربي امارات، سکاټلنډ، هانګ کانګ، عمان، نیپال او کاناډا نه د لوبغاړو نومونه رارسیدلي چې د افغانستان د کرکټ لیګ کې به ترې غوره لوبغاړي غوره شي.

کرکټ بورډ وايي چې لوبغاړي په پنځو برخو وېشلي دي چې ګوریو، آیکان، سرو زرو، سپینو زرو، الماس، نقرې او د دویمې او دریمې درجې هیوادونو لوبغاړو په کې شامل دي.

تراوسه معلومه نه ده چې په دغو لوبغاړو کې د کومو او څومره افغان لوبغاړو نومونه شامل دي.

د افغانستان د کرکټ پریمیر لیګ د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر له ۵ نیټې څخه تر ۲۱ نیټې په متحد عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ دا سیالۍ له افغانستان نه بهر ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ پریمیر لیګ لپاره د لوبډلو د اخیستو بهیر تیره ورځ پای ته ورسید چې پکې پنځه ټیمونه برخه لري.

XS
SM
MD
LG