د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ بورد مشر بدل شو


د افغانستان د کرکټ بورد چارواکي تائیدوي چې ددغه بورد په مشرتابه کې بدلون راغلی دی.

په کرکټ بورد کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، امریکا غږ سره په خبرو کې دا تائید کړه چې عاطف مشعل د کرکټ بورد د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

که څه هم چې سرچینې د ښاغلي مشعل په اړه د زیاتو معالوماتو له ورکولو ډډه وکړه خو ویې ویل چې نوموړی د جمهوري ریاست د چارو په ادارې کې دنده لري.

سرچینې وړاندې وویل چې مشعل د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په "شپږیز ټورنمنټ" کې د کابل بازانو لوبډلې مدیر و.

پر کرکټ بورد فشارونه تر هغه وروسته زیات شول چې د افغانستان تیز توپ اچونکي شاپور ځدراڼ له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې د کرکټ بورد د چارواکو له ناسم چلند څخه شکایت وکړ. ښاغلی ځدراڼ د بورد د پریکړې له مخې له لوبو منع شوی دی.

د کرکټ بورد پخوانی مشر، نسیم الله دانش د شاپور ځدراڼ ادعاوې ناسمې بللې وې.

XS
SM
MD
LG