د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال جام: افغانستان خپله لمړۍ لوبه د اسټرالیا سره کوي


د کرکټ نړیوال جام یوه ورځ وروسته یعني د می په ٣٠ نیټه پیلیږي او د افغانستان کرکټ ټیم به خپله لمړۍ لوبه د یو قوي ټیم اسټرالیا سره د شنبې په ورځ وکړي

د افغانستان کرکټ ټیم د پاکستان او انگلینډ سره د تمریناتي لوبو نه وروسته د نړیوال جام لمړۍ لوبه د اسټرالیا سره ترسره کوي. دغه لوبه به د جون په لمړۍ نټه یعني د شنبې په ورځ د برسټل په ښار کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده هم د برسټل په ښار کې د افغانستان ټیم د می په ٢۴ د پاکستان لوبډلې ته په یوې تمریني لوبه کې ماتې ورکړه چې د دغې نه وروسته د افغانستان د ټیم نه د مینه والو توقعات لوړ شویدي.

د افغانستان لوبډله به خپله دوهمه لوبه د جون په ۴ نیټه د کارډف په ښار کې د سریلانکا خلاف کوي.

د هند د یوې رسنۍ 'ورستۍ لوبې' د افغانستان د لوبډلې په اړه لیکلې دي چې د افغانستان ټیم د گلبدین نایب په مشرۍ کې د ځینو قوي لوبډلو نه د لوبو گټلو وړتیا لري.

دغه خپرونه زیاتوي چې هر څو د افغانستان د ټیم نه دا تمه نه شې کیدی چې نړیوال جام به وگټي خو دا تمه ترینه باید وشي چې د ډیر مخکې پورې لاړ شي.

XS
SM
MD
LG