د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په اړه جالب معلومات


د کرکټ د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام
د کرکټ د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام

د کرکټ د ۲۰۱۹م د یوې ورځنیو لوبو د نړیوال جام سیالۍ په انګلنډ او ویلز کې کیږي.

په دغه نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې له یو بل سره سیالۍ کوي چې د پنجشنبې په ورځ د مۍ په ۳۰ پیلیږي او د جولاۍ په ۱۴ ختمیږي.

نړیوال جام په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کیږي، د سږني جام ګټونکو ته ۱۰ میلیونه ډالره جایزې په پام کې نیول شوي دي.

د نړیوال جام د اتلولۍ ګټونکي هېواد ته څلور میلیونه ډالره او دویم مقام ته دوه میلیونه ډالر ورکول کیږي. د نیمه پایلوبې/سیمې فاینل بایلونکې ته ۸۰۰۰۰۰ ډالره ورکوي او په ګروپي پړاو کې د هرې لوبې په ګټلو ۴۰۰۰۰ ډالره ورکول کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپل ویبسايټ کې لیکلي دي چې دا تر دې دمه په مالي لحاظ تر ټولو لوړې جایزې دې چې ګټونکو ته په پام کې نیول شوي دي.

یو شمېر ډېر معتبرو نړیوال تجارتي شرکتونه د کرکټ د نړیوال جام د سیاليو مالي ملاتړي دي چې د کرکټ نړیواله شورا ته میلیونونه ډالر ورکوي او همدغه راز د دغو لوبو د خپراوي حق هم پر تلویزونونو پلورل شوي دي.

په ټول نړیوال جام کې به ۴۸ سیالۍ کیږي، دا سیالۍ به په لسو ښارونو او ۱۱ میدانونو کې کیږي. دا دولسم ځل دی چې د نړیوال جام سیالۍ کیږي.

استرالیا پنځه ځلې، هند او ویسټ انډیز دوه-دوه ځلې، پاکستان او سرېلانکا یو-یو ځلې دا اتلولي ګټلې ده. آسترالیا د دغه جام اوسنۍ اتله ده.

د کرکټ نړیواله شورا وايي د دغو سیالیو لپاره یې سلګونه زره ټکټونه چمتو کړي چې په د لوبې په ورځ په میدان کې او انلاین پلورل کیږي.

دا دویم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې برخه اخلي، اوله لوبه یې د جون په لومړۍ نیټه له آسترالیا سره ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG