د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا پارلمان بروکسل ته د طالبانو په بلل کېدو 'پښېماني' ښودلي

د اروپا پارلمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي دي چې د اروپا کمیسیون او ددې کمیسیون غړي هېوادونه باید د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو ته دوام ورکړي. په اعلامیه کې همدارنګه د افغان کډوالو په اړه د خبرو اترو لپاره بروکسل ته د طالبانو په بلل کېدو باندې «پښېماني» څرګنده شوې ده.

د اروپا پارلمان د چهارشنبې په ورځ (د مۍ ۲۰) په یوې غونډه کې دې ګډې اعلامیې ته ۴۸۰ د تائید رایې او یوازې پنځه د رد رایې ورکړې.

په غونډه کې د هالنډ استازې ریکیل ګارسیا هرمیدا-وان دیر وال بروکسل ته د طالبانو بلل کېدو ته په اشارې، وویل: «بل ګام به مو څه وي؟ شاید ایت الله ګانو ته اجازه ورکړو چې [د اروپا] په پارلمان کې خبرې وکړي؟»

د اروپا د پارلمان په غونډه کې د سویډن استازو عبیر السحلاني او حنا ګیدین هم د طالبانو سره د خبرو لپاره د اروپا د کمیسیون په پلان باندې کلکې نیوکې وکړې. ګیدین وویل: «دا د کډوالۍ پالیسي نده بلکې له جنایت سره لاس یو کول دي.»

خو د سویډن د کډوالو د چارو وزیر جان فورسیل بروکسل ته د افغانستان د اوسنیو حاکمانو د استازو له بلل کېدو څخه د سویډن د ملاتړ دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې دا کار د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو معنا نلري.

د طالبانو استازي د جون په میاشت کې بروکسل ته غوښتل شوي ترڅو د هغو افغان کډوالو د ستنولو په اړه عملي لارې چارې ومومي چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې رد شوي دي.

د اروپا کمیسیون د سویډن سره په همغږۍ او د یو شمېر اروپايي هېوادونو په غوښتنه، په بروکسل کې د جون په میاشت کې ددغو خبرو اترو لپاره طالبانو ته بلنه ورکړې ده.

ددې خبرو دقیقه نیټه نده ښودل شوې. د یو شمېر اروپايي رسنیو د راپورونو له مخې، تمه کیږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دغو خبرو کې د طالبانو استازيتوب وکړي.

د اروپا د کمیسیون دا ګام د بشري حقونو د سازمانونو د سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی او ویلي یې دي چې دا کار «د بشري حقونو د ناقضینو» په ګټه تمامیږي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د بیاواکمن کېدو راهیسې په افغانستان کې بشري حقونه محدود کړي او په ځانګړي ډول نجونې او ښځې یې د زده کړې او کار کولو له حق څخه محرومې کړي دي. خو طالبان وايي چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

اروپايي اتحادیه طالبان په رسمیت نه پیژني او له هغوی سره رسمي تعامل په دې پورې تړلی ګڼل کیږي چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د ساتنې نړیوال معیارونه په پام کې ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو هر ډول عادي کېدل د طالبانو په خپلو اقداماتو پورې تړلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG