د لاس رسي وړ اتصالات

کورشیا د قطر په نړیوال جام کې دریم مقام ترلاسه کړ


د کورشیا د فوټبال ملي ټیم د قطر په نړیوال جام کې د مراكش له ماتولو وروسته دریم مقام ترلاسه کړ
د کورشیا د فوټبال ملي ټیم د قطر په نړیوال جام کې د مراكش له ماتولو وروسته دریم مقام ترلاسه کړ

د کورشیا د فوټبال ملي لوبډلې د شنبه په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۶) د مراکش لوبډلې ته دوه د یو په پایلې ماته ورکړه او د قطر د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې یې دریم مقام ترلاسه کړ.

په دې لوبه کې چې د قطر په خلیفه لوبغالې کې ترسره شوه د کورشیا لپاره جوسکو ګواردیول د لوبې په اومه دقیقه او میلاف اورسیچ د لوبې په ۴۲ دقیقه کې ګولونه ووهل.

د مراکش لپاره په دې لوبه کې یوازینی ګول اشرف داري د سر په ضربه د لوبې په نهمه دقیقه کې وواهه. د مراکش ټیم چې د ۲۰۲۲ کال د ټورنمنټ په هره لوبه کې پیاوړی راڅرګند شوی وو، په دې لوبه کې د نورو لوبو په شان هغومره پیاوړې نه وه.

د مراکش لوبډل مشر ولید ریګراګوي له لوبې وروسته وویل چې په نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې په کړنو ویاړي. هغه زیاته کړه:"داسې یو ټیم لرو چې هیڅ وخت نه تسلیمیږي. زموږ ټولو ډیرې لوبې په یاد دي. موږ به بیرته پیاوړي راڅرګند شو. موږ د یوې میاشتې لپاره خپل هیواد یو موټی کړ. ټول خوښ وو."

د مراکش ټیم چې هیڅوخت د نړیوال جام له یو پر شپاړسم پړاو څخه مخ ته نه وو تللی، دا لومړی ځل وو چې ځان یې سیمې فاینل ته ورساوه او د اسپانیې او پرتګال په شان یې پیاوړې لوبډلې ناهیلې کړې.

د کورشیا ټیم په داسې حال په دې ټورنمنټ کې دریم مقام ترلاسه کوي چې د روسیې د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام کې یې دویم مقام ترلاسه کړی وو.

ټاکل شوېده د نړیوال جام پای لوبه یا فاینل د یکشنبې په ورځ د فرانسې او ارجنټاین د ملي ټیمونو ترمنځ ترسره شي. په دې لوبه کې د نړۍ دوه مشهور لوبغاړي لیونل میسي او کلیان ممباپوه چې دواړه د فرانسې د یو کلپ لپاره لوبه کوي سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG