د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او ایران ترمنځ په دوو سرحدي لارو سوداګرې بنده شوې

پاکستان له ایران سره سرحدي سوداګري په تفتان او ګبد ـ ریمدان دوو سرحدي لارو کې درولې ده.

د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ مرستیال کمېشنر بختیار اسماعیل په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا پرېکړه د سرحدي مدیریت د ښه کولو او د ترهګرۍ ضد اقداماتو له کبله شوې ده.

چارواکو ویلي چې سرحد به د اغېزناکو تدابیرو له نیولو وروسته بېرته پرانیستل شي،خو د بیا پرانیستلو لپاره یې کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکلې.

د بلوچستان د اعلی وزیر د رسنیو او سیاسي چارو سلاکار شاهد رند د امنیتي اندېښنو، د قاچاق د مخنیوي او د سرحدي سیستم د لا اغېزمن کولو موضوعات د دغو لارو د تړل کېدو لاملونه بللي دي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د تخنیکي ستونزو له امله د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ او سوداګریزې راکړې ورکړې په موقتي توګه ځنډول شوې دي.

بقایي د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي چې د ځینو تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو او د احتیاطي تدابیرو د نیولو اړتیا له امله، سرحدي تګ راتګ او سوداګریزې راکړې ورکړې په موقتي توګه ځنډول شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو چارواکي په نږدې اړیکه کې دي او د ستونزې د ژر تر ژره حل کولو او په سرحدي لارو کې د عادي فعالیتونو د بېرته پیلولو لپاره سلا مشورې کوي.

د دغو سرحدي لارو تړل په داسې حال کې شوي چې پاکستاني چارواکي د پولیسو د یو شمېر سرتېرو او لوړپوړو چارواکو د تښتولو له قضیې سره مخ دي. سیمه‌ ییزو چارواکو د دغو دوو پېښو ترمنځ اړیکه نه ده تایید کړې.

د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر ایوب میریاني اټکل کړی چې په ګبد ـ ریمدان کې تر دوو زرو ډېر کانتینرونه بند پاتې دي،هغه ویلي چې له دې امله اوښتی زیان میلیاردونو روپیو ته رسېږي.

د معلوماتو له مخې د سرحد دواړو غاړو ته د مایع ګاز، وریژو او تازه مېوو سلګونه لارۍ درېدلې دي.

د راپورونو پر اساس، هره ورځ د ګبد ـ ریمدان له سرحدي لارې څخه تر څلور زره ټنو ډېر مایع ګاز پاکستان ته واردېږي. په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان د وریژو صادرات هم زیات شوي وو، چې له امله یې میلیونونه ډالره بهرني اسعار ترلاسه شوي وو.

د ایران د ترانزیټ دفتر عمومي رئیس حسین حسینی د سوداګریزو فعالیتونو درول تایید کړي دي، خو د ګبد ـ ریمدان له لارې د مسافرو تګ راتګ لا هم روان دی.

د پاکستان او ایران ترمنځ سرحدي پوله په داسې وخت کې تړل کیږي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې نامعلومو وسله‌ والو د مرمرو پر یوې فابریکې برید کړی او د یوه سیمه ‌ییز قومي مشر د زوی او ۱۷ کارګرانو په ګډون یې ۱۸ کسان تښتولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په یوې بلې پېښې کې ۲۰ تنه تر روزنې لاندې پولیس سرتېري هم تښتول شوي او په دې توګه په دوو جلا پېښو کې د تښتول شویو کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی.

سېمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د شنبې په شپه د (اکتوبر ۱۷مه) د خضدار ولسوالۍ د نال په بېسار اناري سېمه کې شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی او د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

د پاکستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې په داسې وخت کې له خنډ سره مخ شوې دي چې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان و پاکستان ترمنځ هم سوداګریزې اړیکې له خنډ سره مخ شوې دي.

د ډان ورځپاڼې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې بېلابېل صنعتونه، په ځانګړي ډول د ترانسپورټ او درمل جوړولو سکتورونه، له ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې له درنو زیانونو سره مخ دي.

د پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې (TDAP) له خوا د روان کال په لومړیو کې د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ په اړه خپرو شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د تېر کال په پرتله ۷۴ سلنه کمه شوې ده. شمېرې ښيي چې دوه ‌اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ - ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کلونو کې ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د پاکستان د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ - ۲۰۲۴ مالي کال کې افغانستان ته د درملو د صادراتو ارزښت نږدې ۱۳۰ میلیون ډالره و. دا شمېره ښيي چې افغان بازار ته د لاسرسي له لاسه ورکول د پاکستان لپاره یو مهم سوداګریز زیان دی، چې پر تولید، پانګونې او کارموندنې هم اغېز کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG