د ټکساس ایالت د راکډېل په یوه کلیوالي سیمه کې د شمالي امریکا په سطحه د ډیجیټلي اسعارو بیټ کوین د موندنې تر ټولو ستر مرکز واقع دی چې په دغه سیمه کې د اقتصادي ښېرازۍ او روزګار د زیاتېدو سبب شوی دی.
د راکډېل اوسېدونکي په ۲۰۰۸ کې د المونیو د پروسس د فابریکې بندېدو او په دې وروستیو کې د برېښنا فابریکې تړل کېدو ډېر اغېزمن کړي دي، چې له امله یې ددې ښارګوټي ۱۰۰۰ تنه اوسېدونکو خپل روزګار له لاسه ورکړی دی.
خو یو نوی صنعت اوس دې سیمې ته راغلی دی: د ډیجیټلي اسعارو یا کریپټو موندنه. په دغه ښارګوټي کې د کریپټو د موندنې دوه مرکزونه فعال دي. د ټکساس ایالت په نورو برخو کې هم دې ته ورته مرکزونه په ځانګړي ډول له هغه وروسته پرانېستل شوي چې په چین کې د کریپټو موندنه غیرقانوني اعلان شوه.
منتقدین وايي د کریپټو کاروبار بې ثباته دی او که څه هم ډیرو پکې زیان کړی دی خو په دې وروستیو کلونو کې ورته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د راکډېل مسولین دغه ښارګوټي ته د کریپټو د صنعت په راتګ خوښ دي.
ددې ځای ښاروال جان کینګ وايي، د ټولو هغو کسانو په خدمت کې دی چې غواړي دلته د کاروبار دپاره راشي.
د بیټ کوین موندنه یوه کمپیوټري پروسه ده چې له مخې یې د معلوماتو یا ډاټا په بلاکي زنځیر (بلاک چېن) کې کمپیوټرونه د راکړې ورکړې د تایید دپاره د ریاضي پیچلې معادلې حل کوي او په نتیجه کې یې بیټ کوین تر لاسه کوي.
خو په امریکا کې د بیټ کوین د موندلو د مرکزونو د شمېر زیاتېدو د چاپېریال ساتنې او اقتصادي اندېښنې راولاړې کړي دي.
په راکډېل کې وینسټون شرکت د شمالي امریکا په سطحه د بیټ کوین د موندنې تر ټولو ستر مرکز دی. ددغه مرکز اجرایوي مشر چاد هاریس وايي څو دلیله وو چې هغه دې ښارګوټي ته د راتګ پرېکړه وکړه: "ټکساس پرانیستی مارکیټ لري. حکومت یې تشویقوي او د هڅونې دپاره پروګرامونه او مسلکي روزنه ورکوي. دلته کاري ځواک هم عالي دی".
ددې ځای ډیر اوسېدونکي مني چې د بیټ کوین په اړه ډېر معلومات نلري.
د راکډېل اوسېدونکی، ګېري سمیت وايي، د کریپټو په اړه سل فیصده نه پوهېږي او زیاتوي چې ډیری خلک چې دی یې پېژني، دده په څېر دي.
دلته له تعمیراتي چارو برسېره په نورو برخو کې هم کارونه شته. ددې ځای ښاروال وايي زوی یې د بیټ کوین د یوې کمپنۍ د ترمیم د څانګې مشر دی چې دغې کمپنۍ پخوا په چین کې فعالیت کاوه.
ځینې خلک تمه لري تر هغو چې په نور کارونه پیدا کیږي، د کریپټو کاروبار به ددغې ښارګوټي له اقتصاد سره مرسته وکړي.
د راکډېل اوسېدونکی سټیو پرووټ وایی: "تر څو چې د المونیمو د تړل شوې فابریکې ځای کوم بل اساسي کاروبار و نه نیسي، مشکله ده چې موږ دې د تیرو ۶۰ کلونو د ښېرازۍ دور ته ستانه شو".
د کریپټو د موندنې کاروبار کوونکي ددې ځای له خلکو سره همکاري لري.
د راکډېل د اقتصادي چارو مشر جیم ګېبسن وايي چې دغه کاروبار کوونکي، د ځایي بې وزلو خلکو لاس نیوی کوي او همدارنګه یې د اطفایې او د پولیسو له امریت سره مرسته کړې ده.
د بیټ کوین د موندي د مرکز په نوم شهرت هم د راکډېل ښارګوټي ته ګټه کړې ده. ددې ځای ښاروال جان کینګ وايي، له همدې امله دوی توانېدلي چې ډیر خلک دې ښارګوټي ته رامات کړي.
د راکډېل د اقتصادي چارو مشر جیم ګېبسن وايي، ډیر خلک حتی له چین څخه ورته زنګونه وهي چې غواړي دلته د بیټ کوین موندنې کاروبار پرانیزي.
ګېبسن زیاتوي، موږ غواړو چې هغوی راشي خو مشکل د کافي بریښنا، ځمکې او وخت نشتوالی دی.
د راکډېل مسوولین وايي د کریپټو موندنې بل مرکز جوړول او فعالول شاوخوا دوه کاله وخت نیسي. دا مخصوصا د بیټ کوین د هغو کاروباریان دپاره چې له بهر څخه دلته راځي، ډیر اوږد ځنډ دی.
خو د کافي بریښنا نشتوالی هم جدي ستونزه ده. په راکډېل کې د وینسټن کریپټو موندنې شرکت دغه سیمې ته د ګرمې هوا د وروستۍ څپې د راتلو دمخه په یوه خپاره کړي پیغام کې وویل: "موږ ددې ځای بريښنا قطع کوو. تر څو بریښنا په نورو اړینو ځایونو کې د استعمال دپاره وسپمول شي او ددې سیمې له ۲۰۰ یا ۳۰۰ زرو کورنیو سره مرسته وشي".
د کریپټو د کاروبار په اړه د خبرونو اورېدلو ګیبسن وهڅاوه چې پخپله لاس په کار شي.
هغه وویل: "ما یو څه ډیجیټلي اسعار وپېرل. نوم یې نه اخلم، خو ګټه یې نده کړې. تر اوسه راسره دي. او تر هغو یې نه پلورم چې قیمت یې بېرته لوړ شوی نه وي".
په عین وخت کې، په راکډېل کې د بیټ کوین موندنې مرکزونه هر ورځ ۲۴ ساعته فعالیت لري.