د کیوبا حکومت ویلي چې د "بشرپالنې په نیت" د یکشنبې په ورځ "د اېستر اختر نه مخکې د سپېڅلې اونۍ" په مناسبت ۲۰۱۰ بندیان خوشې کوي. دا لاروښانه نه ده چې پدې ډله کې سیاسي بندیان هم شته یا نه.
دا ګام د مارچ په میاشت کې د ۵۱ بندیانو د خوشې کېدو نه وروسته پورته کېږي، ځکه چې د امریکا متحده ایالتونو پر کیوبا اقتصادي فشار راوړی او په هغه کې د تېلو پر واردولو او انتقالاتو بندیز شامل دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د امريکا غږ د پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "موږ د بندیانو د قریب الوقوع خوشي کولو د راپورونو څخه خبر يو. که څه هم دا نه ده څرګنده چې څومره، که وي هم نو سیاسي بندیان به خوشي کېږي."
ویاند زیاته کړه: "موږ لاهم د سلګونو هغو مېړنیو کیوبايي وطنپالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوو چې په ناحقه توقیف دي."
په متحده ایالتونو کې د کیوبا سفارت په اېکس پاڼې کې د بندیانو د خوشې کولو خبر اعلان کړی او دا اقدام یي "انساني او خپلواک" بللی دی. خبر زیاتوي چې په خوشې شویو کې ځوانان، ښځې، د ۶۰کلونو نه پورته کسان، د کېوبا هغه وګړي چې بهر ژوند کوي او نور بهرني اتباع شامل دي. سفارت ويلي هغه بندیان چې د سختو تاوتریخوالیو په جرمونو ګرم دي د خوشې کېدو مستحق نه وو.
د کیوبا حکومت پدې هکله جزئیات ندي ورکړي چې کله به دغه بندیان خوشې کوي او دا بهیر به په کومو شرایطو وي. دا یې هم روښانه کړې نده چې دوي په کومو جرمونو محکوم شوي وو.
د کیوبا حکومت د سیاسي بندیانو ساتل ردوي په داسې حال کې چې د "محبوسینو د دفاع" مدني ډلې راپور ورکړی چې تر فبرورۍ میاشتې پورې په کیوبا کې ۱۲۱۴ کسان د سیاسي انګیزو له مخې زنداني شوي دي.
د امريکا حکومت د سږ کال په پیل کې ویلي چې د کيوبا رژيم سياسي مخالفان ځوروي، د بیان او رسنیو ازادي ردوي، ددغه هېواد د خلکو د ناورين څخه په فاسد ډول ګټه اخلي او په ټوله سیمه کې د کمونېستي افکارو په خپرولو سره ګډوډۍ جوړوي.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې د کیوبا په وړاندې د متحده ایالتونو د بندیزونو په اوږده تګلاره کې کوم بدلون ندی راغلی خو د روسیې یوه کښتۍ چې په سوند توکو بار وه کیوبا ته ورسېده هغه ټاپو چې د تېلو د شدید کمښت، اقتصادي ستونزو او د متحده ایالتونو د سوداګریز بندیز سره مخ ده.
د سپیڼې ماڼۍ ویاندې کارولېن لېوېت د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې ویلي چې: "د بندیزونو په پالیسۍ کې کوم رسمي بدلون ندی راغلی. موږ دې کښتۍ ته اجازه ورکړه چې کیوبا ته ورسیږي څو د کیوبا د خلکو بشري اړتیاوې پوره کړي."
مېرمن لېوېت ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا نورو کښتیو ته هم اجازه ورکول کېږي چې کېوبا ته ورسېږې وویل: "دغه پرېکړې په جلا جلا ډول نېول کېږي."
لېوېت وویل د حکومت دریځ دادی چې "د کیوبا غېرفعاله اقتصاد نه شي سمېدلی تر هغو چې دوی لوی سیاسي او په مشرتابه کې بدلون تجربه نه کړي."
سپینې ماڼۍ د جنورۍ په ۲۹مه د کیوبا په اړه ملي بېړني حالت اعلان کړ او د کیوبا رژیم یي تورن کړ چې د پوځي او استخباراتي کوربتوب له لارې یې ځان له ګڼو رقیبو هېوادونو او شریرو عناصرو سره نښلولی دی.
ولسمشر ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره ویلي چې کیوبا د "روسیې د بهرني سیګنال" د استخباراتو تر ټولو لوی مرکز ته ځای ورکړی چې تمرکز یې د امریکا د متحده ایالتونو نه د ملي امنیت د حساسو معلوماتو غلا کول دي.
د کیوبا ولسمشر میګول ډیاز کانېل پدې وروستیو کې د متحده ایالتونو سره "خبرو اترو" ترسره کول منلي خو تراوسه د کوم پرمختګ څرک نشته.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مارچ میاشتې په اوږدو کې په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال د کوبا په وضعیت تبصره وکړه ویې ويل: "کیوبا داسې اقتصاد لري چې له کاره لوېدلی، داسې سیاسي او دولتي سیسټم لري چې سمولی یي نشي، نو دوی باید په پراخ ډول بدلون راولي."
د متحده ایالتونو دغه جګپوړي ډېپلومات دا یادونه هم وکړه چې د کیوبا اقتصاد کار نه کوي او د شوروي اتحاد او وروسته بیا د وینزویلا په مرستو پاېښت موندلی. روبیو زیاته کړه: "هغوی نورې کومې مرستې نه ترلاسه کوي، نو په ډېرو ستونزو کې دي او هلته خلک نه پوهېږي چې څنګه یې سم کړي، نو دوی اړ دي چې نوي کسان په کار وګماري."
فورم \ دبحث خونه