د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او کیوبا خپلو کې سفارتونه پرانیستل


په واشنگتن کې د کیوبا بیرغ د شپیتو کلونو نه وروسته د لومړي ځل دپاره لوړ ورپول شو.
په واشنگتن کې د کیوبا بیرغ د شپیتو کلونو نه وروسته د لومړي ځل دپاره لوړ ورپول شو.

د متحده ایالاتو او کیوبا تر منځ خپل منځي دیپلوماتیکې، دوه اړخیزې، اړیکی د دوشنبې په ورځ په رسمي بڼه پیل شوې.

د هر یوه هیواد د ماموریت کچه په بل کې، یعنی د متحده ایالاتو له خوا په کیوبا او د کیوبا له خوا په متحده ایالاتو کې اوس د سفارت کچې ته لوړې شوې.

د هاوانا په سړکونو باندې کیوبایان خورا خوشبین ښکاریدل چې ښایي دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د بیرته عادي کېدلو په برخه کې لومړی گام اوسي.

د هاوانا د ښار یو اوسیدونکی البرتو متوس پدې اړه د اړیکو بیا ټینگیدل دواړو خواو ته گټور وبلل. هغه وویل "زمونږ دپاره دا ډیره مهمه ده. زه فکر کوم چې دا د عادي اړیکو په لور یو ټاکونکی گام دی. مونږ دا گام د جشن په توگه نمانځو، وبه گورو چې څه کیږي. مونږ خو ورته خوشبین یو چې داسې حالات را منځته شي چې د دواړو هیوادونو د خلکو دپاره د عملی کیدو وړ وي".

دیته ورته احساس د واشنگتن دي سي شمال لویدیځی سیمې په اوسیدونکو کې هم تر سترگو کیږي. هماغه سیمه چې د کیوبا سفارت د نولس سوه اولسم کال راهیسي پکې موقعیت لري.

په واشنگتن کې د کیوبا د سفارت د پرانستې په مراسمو کې د گډون دپاره پنځه سوه میلمانه دعوت شوي دي چې په هغو کې د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رادریگز پریله هم شامل وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به پخپله د بهرنیو چارو په وزارت کې د ښاغلي رودریگز پریله هرکلی وکړي.

منتقدین

د متحده ایالاتو او کیوبا ترمنځ د اړیکو د بیا ټینگیدو مسله خپل منتقدین هم لري. په لسهاو کیوبایي مخالفین پرون په هاوانا کې وروسته له هغې ونیول شول چې په هیواد کې دننه د سیاسي فشار په ضد د مظاهرو دپاره را وتلي وو.

د سفارت د بیا پرانستی مسله د بندو دروازو تر شا د دواړو هیوادونو د مذاکراتو اوج څرگندوي.

ددې مذاکراتو پایله دا وه چې ددواړو هیوادونو مشرانو د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما او د کیوبا ولسمشر راول کاسترو په تیر دسامبر کې په یو وخت بیانېې ور کړې چې غواړی خپل منځي دوه اړخیزې اړیکې به بیرته عادي حالت غوره کړی.

دا اړیکی د نولس سوه نهه پنځوسم نه را پدې خوا کله چې د ولسمشر راول کاسترو ورور فیدل کاسترو د پخواني جمهور رئیس، فوگینشیو باتیستا واکمني ونړوله او پر ځای یی د کمونستي دیکتاتورۍ نظام واکمن کړ قطع شوی وی.

XS
SM
MD
LG