د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې د بایسکل ځغلونې څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې


بامیانو ولایت کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ
بامیانو ولایت کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ

په دې لوبو کې ۱۱ لوبغاړو د افغانستان د بایسکل ځغلونې ښځینه ملي لوبډلې ته لاره وموندله.

د فاریاب ولایت نه یلدز هاشمي او فریبا پاسمي او د بامیان ولایت زهرا رضايي لومړی، دویم او دریم مقامونه خپل کړ.

یلدز هاشمي د لوبو په اړه نن یکشنبه جون ۱۳ غبرګولی ۲۳ امریکا غږ ته وویل: "لوبو ته مې ښه چمتوالی نیولی و په څو لوبو کې د نه ستړي کېدونکو هڅو وروسته مې لومړی مقام خپل کړ."

د توور د بامیان د لوبو په لړۍ کې د بایسکل ځغلونې درې سبکونه یعنې د سړک پر سر، ټایم ټرېل او د غرنيزې بایسکېل ځغلونې لوبې وشوې.

د بایسکېل ځغلونې فدراسیون چارواکي وایي نوې ټاکل شوي لوبغاړي به بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړي.

د یاد فدراسیون سکرتر جنرال عبدالطیف دوست امریکا غږ ته وویل: "په راتلونکي جولای میاشت کې پاکستان کې لوبې تره سره کيږي چې د افغانستان نه به درې لوبغاړي پکې ګډون وکړي."

ښاغلی دوست وایي د توور د بامیان د لوبو لړۍ د ښو استعدادونو پېژندلو ته ښه زمینه برابره کړه.

د توور د بامیان سیالۍ څلور ورځې مخکې د افغانستان مرکزي او تاریخي ولایت بامیان کې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG