د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو کې د انجونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالیو دوهمه ورځ


بامیانو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ
بامیانو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ

د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي فډراسیون له خوا د (تور د بامیان) لوبو لړۍ دوهمې ورځې ته ورسېدې.

په دغې لوبې کې نيږدې پنځوسو ښځینه لوبغاړو ګډون کړی و چې د ۴۷ کبلو مترو واټن کې یې بایسکل وځغلوی.

د بامیانو لوبډلې لوبغاړې زهزا رضایي لومړی مقام خپل کړ. هغې نن جمعه جون۱۱ (غبرګولې ۲۱) امریکا غږ ته وویل: "لوبه مو د بامیان ښار د الکین چوک نه پیل کړې او د دره صوف سه راهي کې مو پاې ته ورسولې. ما لومړی مقام وګټه."

بامیانو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ
بامیانو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ

اغلې رضایي د دغه شان لوبو د ډېرېدو تمه لري او وایي لوبغاړې پکې ښه وده کوي.

په یادو لوبو کې د کابل، بامیان، فاریاب، غزن، مزار او لوګر ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی دی.

د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون مرستیال وارث امیني د لوبو په اړه امریکا غږ ته وویل: "د لوبو نظم ښه و او ډېرو لوبغاړو پکې ګډون کړی و. بله دا چې ډېرو لوبغاړو وکړی شول ټاکل شوی واټن پای ته ورسوي."

بامیانو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ
بامیانو کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ

ښاغلی امیني وایي چې یادې لوبې دوه ورځې نور هم دوام کوي.

تېره ورځ د تور د بامیان لوبو لومړۍ ورځ وه چې په ټرایل یا وخت ته په کتو ډول ترسره شوه چې ۲۴ ښځینه لوبغاړو پکې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG