د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې ماشومې زیږد چې مور یې میاشتې مخکې مغزي سکته کړې وه


د چک جمهوریت ډاکټران توانیدلي د هغې مور له بطن نه یو ماشوم ژوندی او سالم دنیا ته راوړي چې مغزي سکته یې کړې وه.

ددغې ماشومې مور د هغې له زیږیدو څخه ١١٧ ورځې مخکې مغزي سکته کړې وه او په ټوله دغه موده کې بې هوښه وه.

ډاکټران وایي دغه مور چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې بې هوښه روغتون ته انتقال شوه څلور میاشتنۍ حامله وه.

دغې ماشومې د ډاکټرانو په وینا د زیږد پر وخت ۲.۱۳ کیلوگرام وزن درلود او ونه یې ۴٢ سانتي‌ متر وه او په بشپړه توگه یې طبیعي وده کړې وه.

ډاکټرانو پدغه موده کې دغه بې هوښه مور د ځانگړو مراقبتونو د څانگې په ماشین کې ساتلې وه چې وکړای شي ماشومه یې وژغوري.

دغه ځوانه ښځه چې ٢٧ کلنه وه د ماشوم له زیږدولو وروسته د خپلوانو په شتون کې له ماشین راوایستل شوه او مړی یې د هغې کورنۍ ته تسلیم کړای شو.

XS
SM
MD
LG