د لاس رسي وړ اتصالات

نی: ۲۰۱۸ کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي


په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا «نی» پخپل کلني‌ راپور کې وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي‌ دي.

دغه اداره وايي، په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۸ بېلابېلې پېښې هم ثبت شوي‌ چې وهل ټکول، سپکاوی، ټپي کېدل، اختیطاف او معلوماتو ته نه لاسرسی هم پکې شامل دی.

د «نی» ادارې اجرائیوي مشر عبدالمجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ د«مرغومې پر۶مه» د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تاوتریخوالې په پېښو کې نسبت تېر کال ته ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

ښاغلي خلوتګر وویل:"۵۵ سلنه تاوتریخوالی د حکومت او په حکومت کې د ننه کسانو لخوا ۲۳ سلنه تاوتریخوالی د وسله والو طالبانو او تروریستانو لخوا، ۱۴ سلنه تاوتریخوالی د نامعلومو کسانو لخوا او اته سلنه د عامو خلکو لخوا تر سره شوی دی."

د نی ادارې د راپور له مخې په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي‌ وژل شوي ۲۰ ټپیان او ۹ نور نیول شوي دي.

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره همدارنګه زیاتوي چې په دغه کال کې پر رسنیو د حملو ۱۱، د خبریالانو د وهلو ټکولو ۳۴، د سپکاوي ۵۲ او د تښتولو یوه پېښه ثبت شوې ده.

نی زیاتوي چې په دغه کال کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ۴۹ پېښې یې هم ثبت کړي‌ دي.

په تېر ۲۰۱۷ کال کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې «نی» لخوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۶ پېښې ثبت شوي وې.

تېر کال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالې ۱۶۶ پېښې ثبت شوي وې
تېر کال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالې ۱۶۶ پېښې ثبت شوي وې

دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې د بې پولې خبریالانو سازمان په یوه راپور کې وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو مرګونی هېواد و.

دغه سازمان ویلي وه چې په دغه کال کې په افغانستان کې ۱۵ خبریالان وژل شوي دي.

ار.اېس اېف: افغانستان ۲۰۱۸ کې د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد و

ښاغلي خلوتګر له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالې پېښو څېړلو ته پاملرنه وکړي او له نړیوالې ټولنې او افغان حکومت سره د نړیوالو مرستندویه هېوادونو څخه یې هم وغوښتل چې پر افغان حکومت فشار تر څو په دولتي‌ ادارو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون پلې کېدو ته زمینه برابره کړي.

پر همدې مهال د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې تر دامهاله دوی ته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالې ۱۷ پېښې رسېدلي چې د دوی لخوا څېړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG