د لاس رسي وړ اتصالات

ار.اېس اېف: افغانستان ۲۰۱۸ کې د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد و


د بې پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو د خوندیتوب په اړه په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد و.

دغه سارمان د سې شنبې په ورځ د «لېندۍ پر ۲۷مه» په خپور کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۱۵ تنه خبریالان وژل شوي دي.

دغه راپور وايي چې د یادو افغان خبریالانو له جملې څخه ۱۱ تنه یې یوازې په کابل کې په پرله پسې انتحاري حملو او چاودنو او ۴ نور یې په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

د راپور له‌مخې یار محمد توخي، غازي رسولي، نوروز علي رجبي، شاه مري فیضي، سلیم تلاش، عبادالله حنانزی، فرشته درانۍ، سباوون کاکړ، صمیم فرامرز، او رامز احمدي یوازې په کابل او پاتې نور په نورو ولایتونو کې وژل شوي دي.

په کابل کې خاورو ته د خبریال سباوون کاکړ د سپارلو مراسم
په کابل کې خاورو ته د خبریال سباوون کاکړ د سپارلو مراسم

د کابل وژل شوي خبریالان څوک دي؟

په همدغه کال کې دوه نور خبریالان احمدا شاه په خوست او عبدالمنان ارغند په کندهار کې په هدفي حملو کې وژل شوي.

دا په داسې حال کېده چې یوه نوې سروې ښيي چې په روان کال کې په افغانستان کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی.

د غه سازمان وايي، د روان کال د ثور پر لسمه په افغانستان کې په یوه ورځ د ۹ تنو خبریالانو وژل و کېدل په ۲۰۰۹ کال کې په فلیپین کې په یوه ورځ د ۳۰ خبریالانو تر وژل کېدو وروسته په نړۍ کې تر ټولو مرګونی کال و.

د بې پولې خبریالانو سازمان همدارنګه ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې په ټوله نړۍ کې ۸۰ تنه خبریالان وژل شوي چې نسبت تېر کال ته چې ۶۳تنه و ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان ترڅنګ په سوریې کې ۱۱، په یمن کې ۸، په هند کې ۶ په امریکا کې ۶ او په مکزیک کې ۹ تنه خبریالان وژل شوي چې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګوني هېوادونه بلل شوي.

افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بلل شوی
افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بلل شوی

دغه راپور وايي، تر ۲۰۰۳ کال را وروسته دا لومړی ځل دی چې له عراق څخه په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو د وژل کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د بې پولې خبریالانو په راپور کې همدارنګه رنګه راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې په ټوله نړۍ کې ۳۴۸ خبریالان بندیان شوي، ۶۰ تنه یې برمته شوي، او درې نور ورک شوي دي.

XS
SM
MD
LG