د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیانو کې د دمبورې جشن پیل شو


د دمبورې دا جشن نن د جمعې په ورځ د بامیان ولایت په مرکز کې په رسمي ډول پرانیستل شو او دا جش به سبا ته هم دوام وکړي
د دمبورې دا جشن نن د جمعې په ورځ د بامیان ولایت په مرکز کې په رسمي ډول پرانیستل شو او دا جش به سبا ته هم دوام وکړي

د ځینو دیني عالمانو د مخالفت سره سره نن د جمعې په ورځ د بامیان ولایت په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د دمبورې فرهنګې او هنري جشن پیل شو.

د بامیانو ولایت سیمه ایز چارواکي وايي چې دا دوه ورځنی فرنګې او هنري جشن د دمخه ترتیب شوي پلان له مخې په دغه ولایت کې پیل شوی دی.

دا جشن په داسې حال کې پیل شوی، چې تیره اونۍ د بامیانو ولایت یو شمیر شعیه دیني عالمانو د دمبورې جشن حرام وباله او د جشن له تنظیموونکو او د ولایت له سیمه ایزو مسولینو څخه یې د دغه جشن د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.

دغو دیني عالمانو دا جشن د اسلامي ارزښتونو پر خلاف بللی وو.

خو د جشن تنظیمونکي وایي، چې د بامیانو د دیني عالمانو سره د یو لړ ناستو وروسته دغو عالمانو د جشن د جوړیدو سره موافقه وکړه.

د بامیانو د دیني عالمانو د شورا مرستیال محمد سجاد محسني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دیني عالمانو خپله غاړه خلاصه کړه، اوس د هغو پورې اړه لري چې دا جشن یې جوړ کړی او نه یې دی لغوه کړی.

ښاغلي محسني وویل " دیني عالمان په هیڅ ډول له خلکو او سیمه ایزې ادارې سره د شخړې او جنجال غوښتنه نه لري. هغوی خپل تبلیغ کړی دی ".

د بامیانو د والي د دفتر ویاند عبدالرحمان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې سبا به هم دا جشن دوام ومومي.

د دمبورې د جشن تنظیوونکي وايي، چې د دغه جشن د جوړولو څخه یې هدف په بامیان ولایت کې سیمه ایزې موسیقۍ اود سیاحت صعنت ته وده ورکول دي.

د دې جشن یو تنظیموونکي محمد علي شیدا اشنا راډیو ته وویل،چې نن په رسمي ډول دا جشن پرانیستل شو، سبا ته به د سیمه ایزو هنرمندانو له خوا کنسرتونه او نورې نندارې ترسره شي.

همداشان هغه وویل چې سیمه ایز توکې به هم په دې جشن کې نندارې ته کیښودل شي.

ښاغلي شیدا وویل چې په دې جشن کې د بامیان ولایت د اوسیدونکو سربیره د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم په زرګونو سیالانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په بامیان ولایت کې دا جشن جوړیږي، په تیرو ۱۷ کلونو کې په دغه ولایت کې یو شمیر فرهنګې او هنري جشنونه جوړ شوي دي.

بامیان د بودا د دوو سترو مجسمو د لرلو له امله نړیوال شهرت لري او اوړم کال دا ولایت د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې سارک د فرهنګې مرکز په توګه نومول شوی و.

XS
SM
MD
LG