د لاس رسي وړ اتصالات

سولې ته لومړیتوب دې هیڅکله د نورو لومړیتوبونو د قربانۍ په مانا نه وي- دانش


د بهرنیو عسکرو وتل؛ دانش د افغانستان د کورنۍ او بهرنې اړیکو د بیا تعریف غوښتنه کړې
د بهرنیو عسکرو وتل؛ دانش د افغانستان د کورنۍ او بهرنې اړیکو د بیا تعریف غوښتنه کړې

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره، افغانستان نوي پړاو ته دننه شوی دی.

ښاغلي دانش چې د دوشنبې په ورځ مې درېیمه (غويي ۱۳) د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وویل چې په دې نوي پړاو کې باید د افغانستان ټولې ملي او نړیوالې اړیکې له سره تعریف او تنظیم شي.

هغه زیاته کړه: "اوس موږ له هر ډول ملاحظې او قید او شرط پرته، باید په خپلواکه توګه او د خپلو ملي ګټو له مخې تصمیم ونیسو او هغه عملي کړو".

ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پړاو کې باید د افغانستان د حکومتوالۍ سیستم، د دولت درې‌ ګونې قوې او د جمهوریت جبهه پیاوړې شي.

هغه وویل چې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو عسکرو له وتلو وروسته د ننګونو ترڅنګ د تروریزم پر ضد د مبارزې فرصت هم رامنځ ته کوي.

ښاغلي دانش وویل: "د سولې لومړیتوب دې هیڅکله په دې معنی وانخیستل شي چې نور لومړیتوبونه یې قرباني شي."

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال ټینګار وکړ چې د جمهوریت په جبهه کې د طرحو په اجرايي میکانیزم کې د نظر توپیر شته، خو زیاته یې کړه چې له شخصي ګټو او قومي او ګوندي امیتاز غوښتنو څخه په تیرېدو سره باید دا واټن له منځه لاړ شي.

هغه وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره اوس طالبانو ته هیڅ پلمه پاتې نه ده چې د سولې له خبرو څخه ډډه وکړي.

له دې وړاندې جمهور رئیس غني هم ویلي وو چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به دغه هېواد په خپلو نړیوالو اړیکو کې انزوا ته لاړ نشي بلکې د اړیکو نوی باب به پرانیستل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د مۍ په لومړۍ له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پیل شو.

XS
SM
MD
LG