د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: هغه سوله چې نتیجه یې امارت شي، تلپاتې سوله نشي کېدای


د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، تلپاتې او باعزته سوله هغه ده چې د جمهوریت له موخو سره جوړه راشي.

ښاغلي دانش پرون یکشنبه د عاشورا ورځې مراسمو کې ویلي: "هغه سوله چې نتیجه یې امارت شي، پایداره سوله نه شي ګڼل کیدای. پایداره سوله پیاوړي دولت او متحد ملت ته اړتیا لری، د امارت نظام نه مقتدر دولت رامنځته کولی شي او نه هم ملت متحده کولی شي."

د ولسمشر غني دوهم مرستیال همدارنګه زیاته کړې چې د امارت په نظام کې د افغانستان خلک نه یوازې دا چې واحد نه حسابیږي؛ بلکې په وینا یې خلک د طالبانو امارت کې له مساوي حقونو بې برخې دي.

نوموړي ټينګار کړی چې افغان دولت اوس په ټول توان او امکان د باعزته سولې راوستو ته هڅې کوي او په دې لاره کې یې ګامونه پورته کړي دي.

سرور دانش د ملي مصالحې عالي شورا جوړېدل د سولې لپاره د دولت د هڅو د یوې برخې په توګه یو مهم ګام بللی او تمه یې ښودلې چې طالبان هم د خبرو میز ته حاضره شي.

هغه زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان خلک د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل شاهدان و اوسي.

نوموړي ویلي چې «د خلکو قاطع اکثریت» له جمهوري نظام څخه ملاتړ کوي او د افغانستان خلکو د جمهوریت د ساتنې لاره کې بې شمیره قربانۍ ورکړی دي.

د ولسمشر غني دوهم مرستیال پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په نژ دې راتلوونکي بین الافغاني خبرې پيل شي، خو کره نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني هم په وار وار ویلي چې د سولې خبرو کې باید د افغانستان ۱۹ کلونو له لاسته راوړنو او جمهوري نظام څخه دفاع وشي.

XS
SM
MD
LG