د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک: د متحدینو سره د اړیکو عادي کولو اړتیا نلرو


د ډنمارک صدراعظمه میټه فریدرکسن
د ډنمارک صدراعظمه میټه فریدرکسن

د ډنمارک صدراعظمې میټه فریدرکسن د امریکا د ملي امنیت د ادارې د جاسوسۍ د قضیې په اړه د رسنیو له رپوټونو وروسته وویل چې د هغې په اند فکر نکوي چې هیواد یې د اروپایي متحدینو د هغې جملې نه د فرانسې او جرمني سره د اړیکو عادي کولو ته اړتیا ولري.

صدراعظمې میټه فریدرکسن د چهارشنبې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) محلي خبري اژانس ته وویل «زه فکر نکوم چې د فرانسې یا جرمني سره د اړیکو عادي کولو اړتیا دې سمه توضیح شوې وي. مونږ خبرې کوو او د استخباراتي موضوعاتو په اړه هم [خبرې] لرو.»

ډنمارکي رسنۍ «ډي آر» د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی و چې د امریکا د متحدو ایالاتو د ملي‌ امنیت ایجنسۍ د ډنمارک د یو استخباراتي څانګې څخه په استفادې د جرمني د صدراعظمې انګیلا مرکل په ګډون د اروپايي هېوادونو د ځينو لوړ پوړیو چارواکو په هکله جاسوسي کړې وه.

ډنمارک د سویډن، ناروې، جرمني، هالنډ او بریتانیا سره سمندر لاندې د څو دوه اړخیزو انټرنیټي کیبلونو د مرکزونو کوربه دی.

د ډنمارک صدراعظمې د هغه هیواد د دفاع وزیر د وینا په تکرارولو سره د رویټرز اژانس ته ویلي چې: «باید په سیستماتیکه توګه پر متحدینو څارنه ونه لرو.»

د ډنمارک د دفاع وزیر ټراین برامسن،‌ دمخه ویلي وو چې سیستماتیکې بڼې ته نژدې د متحدینو خبرو ته غوږ نیول او څارل د منلو وړ ندي.

واشنګټن د سه شنبې په ورځ پدې هکله وویل چې د متحدینو او اروپایي شریکانو سره ګډ کار کوي چې د امنیتي موضوعاتو په اړه هر ډول پوښتنو ته ځواب ووایي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل او د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون دواړو ویلي دي چې د متحدینو جاسوسي کول د منلو وړ ندي او دواړه فرانسه او جرمني په دې هکله بشپړ وضاحت غواړي.

د هغو تحقیقاتو له مخې چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ ترمنځ کلونو کې شوي د امریکا د ملي امنیت ادارې په سویډن، ناروې، فرانسې او جرمني کې د یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو په هکله د جاسوسي لپاره د ډنمارک معلوماتي کیبلونه کارولي دي. په دغو چارواکو کې د جرمني د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فرانک والټر شتاینمایر او د اپوزیسون ګوند مشر پیر شتاینبروک هم شامل وو.

د ډنمارک د دفاع د استخباراتي څانګې داخلي څېړنې په ۲۰۱۴ کې وروسته له هغې پیل شوې چې د امریکا د ملي‌ امنیت د ادارې مامور ادوارد سنوډن ددې ادارې د کار څرنګوالی افشا کړ.

هغه د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پټو معلوماتو له افشا کولو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې له امریکا څخه وتښتید او روسیې ورته پناه ورکړه.

تیر کال ډنمارک وویل چې پدې هکله پلټنې پیل کوي. تمه ده چې ددې تحقیقاتو نتیجه د روان کال په پای کې هپره شي.

XS
SM
MD
LG