د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی: قطر کې د بندو دروازو تر شا خبرې افغانانو ته د اندېښنې وړ دي


د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر وايي، افغانان په قطر کې د بندو دروازو تر شا د سولې په اړه د روانو مذاکراتو د جریان په اړه اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شااوخوا اتو ورځو په قطر د امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د سولې په تړوا پنځم دور مذاکرات روان دي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي د سې شنبې په ورځ د «کب پر ۱۴مه» په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال په قطر کې د بندو دروازو تر شا د روانو مذاکراتو په اړه د پوره معلوماتو نشتوالی د پوښتنې وړ وباله.

نوموړي زیاته کړه: "د امریکایانو او طالبانو د استازو ترمنځ مذاکرات په دومدار توګه جریان لري، زه باور لرم چې ټوله اندېښنه لري، ولې چې که له مذاکراتو څوک خبر ونه لري د اندېښنې وړ ګرځي، تاسو باور وکړی چې زه همدا اوس اندېښنه لرم، خو نه ستاسې په اندازه." د هغه په وینا ځکه چې مونږ یو څه معلومات لرو.

په قطر کې دامهال د سولې اړوند پنځم پړاو مذاکرات روان دي
په قطر کې دامهال د سولې اړوند پنځم پړاو مذاکرات روان دي

نوموړي زیاته کړه چې امریکا نشي کولای له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسئلې پرېکړې ته ورسېږي او په قطر کې د دواړو لورو ناسته کې دا خبره چې د افغانستان له خاورې څخه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي ناسمه ده.

د ښاغلي‌ داودزي په خبره چې نړیوال سرتېري په افغانستان کې د امنیتي همکاریو د قرارداد له‌مخې چې په ۲۰۱۴ کال کې لاسلیک شو حضور لري.

هغه په دې اړه وویل: "اوس چې د افغانستان له دولت سره امنیتي‌ معاهده لرئ، او له افغانستان څخه د وتلو پر سر هوکړه له یوې ډلې سره کوي؟ دا څه سیاسي تعقل نه مني، په هر ځای کې چې امنیتي‌ معاهد لری د هغه معاهدې پر اساس وتل او پاتېدل هم دهغه معاهدې مربوط کېږي".

افغانستان کې امریکايي سرتېري
افغانستان کې امریکايي سرتېري

که څه هم تر دامهاله په قطر کې د سولې په اړه له روانو مذاکراتو څخه ټول جریان له رسنیو سره نه دی شریک شوی، خو طالبانو روانه اونۍ وویل چې په دغه غونډه کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او دا چې د افغانستان خاوره به د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG