د لاس رسي وړ اتصالات

عدالت غوښتنې ګروپ: سولې خبرو سره د ملکي تلفاتو کچه ټیټه شوې


په افغانستان کې د ملکي وګړ د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال په فبروري میاشت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نسبت تېر ته نیږدې درې برابره را ټیټه شوې ده.

یاد ګروپ وايي چې دا ځل یوازې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې ملکی مرګ ژوبله اوښتې ده او ۱۷ نور ولایتونه د ملکي مرګ ژوبلې څخه خوندي بلل شوي دي.

د ګروپ د یکشنبې په ورځ رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دوی د معلوماتو له‌مخې تېره میاشت ۱۰۶ ملکي کسان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیوب او عدالت غوښتنې ګورپ دا نه دي ویلي چې تېره میاشت څومره ملکي افغانان د تاوتریخوالې په پېښو کې وژل شوي دي.

بیان وايي، که څه هم د هېواد بیلا بیلو ولایتونو کې سړې هوا او پراخو اورښتونو جګړیيز مامور‎ یتونه ورو کړي او یا هم په ټپه درولي؛ خو د سولې خبرو سره ملکي مرګ ژوبله ټیټه شوې ده.

دغه ګورپ ویلي چې په دغه مرګ ژوبله کې لویه برخه د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوایی بریدونو کې اوښتې ده، نړیوالو ځواکونو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دفاع وزارت امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه به وروسته خپل نظر څرګند کړي.

د ملکي وګړو دخوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د جګړې له ښکېلې اړخونو غوښتي چې په جګړه کې دي د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې په اړه هڅې تر بل هر خت زیاتي شوي او تېره اونۍ په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو پنځم پړاو خبرې پیل شوې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره پنجشنبه پر خپل ټوېټر یادې خبرې رغنده بللې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو روانو هڅو ته د افغانان هیلې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG