د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د قطر په خبرو کې لا کومه هوکړه نه ده شوې


طالبان وايي‌ موضوع حساسه ده نو ځکه خبرې هم ورو روانې دي
طالبان وايي‌ موضوع حساسه ده نو ځکه خبرې هم ورو روانې دي

وسله وال طالبان وايي د قطر په مرکز دوحه کې یې له امریکایي پلاوي سره خبرې په تدریج سره روان دي.

طالبانو د یکشنبې په ورځ (مارچ۳) په یوې اعلامیې کې وویل (دا چې موضوع ډیره مهمه او حساسه ده، په هغه اندازه په محتاطانه ډول پرمخ ځي.)

په اعلامیه کې ویل شوي چې په مذاکراتو کې د دوو موضوعګانو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو، پر جزییاتو خبرې کیږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي‌استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي د جنورۍ په میاشتې کې‌ پر همدغو دوو موضوعګانو له طالب استازو سره خبرې کړې وې.

طالبانو هغه راپورونه هم رد کړل چې ګنې په قطر کې په روانو خبرو کې کومه هوکړه شوې ده. د طالبانو اعلامیه وايي‌ سره له دې چې مذاکرات روان دي خول (لا تراوسه پورې په کومه مسوده او سند باندې توافق) نه دی شوی.

دا د طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو پنځم پړاو دی. چې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د فبروري په ۲۶ پیل شو. تر دې مخکې په تېرو مذاکراتو کې هم دواړو خواوو په دې اړه خبرې کړې وې. خلیلزاد ویلي وو چې په تېرو مذاکراتو هم په خبرو کې پرمختګ شوی وی.

ښاغلي خلیلزاد وار د مخه هیله ښودلې وه چې د افغانستان تر ټاکنو پورې به له طالبانو سره د سولې تړون وشي.

XS
SM
MD
LG