د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال به د ننګرهار خرما حاصلات ۱۵۰ ټنه ته ورسیږي ـ چارواکي


د ننګرهار ولایت اوبه او هوا د نورو مېوه لرونکو ونو ترڅنګ د خرما لپاره هم مناسب بلل کیږي
د ننګرهار ولایت اوبه او هوا د نورو مېوه لرونکو ونو ترڅنګ د خرما لپاره هم مناسب بلل کیږي

د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ننګرهار د خرما کلني حاصلات ۱۵۰ ټنه ته رسیږي.

یاد وزارت د سپټمبر پر ۶ (وږې ۱۶) د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست په حواله ویلي چې د دغه ولایت د خرما حاصلاتو کې نسبت بل هر کال ته زیاتوالی راغلی دی چې کیدای شي سږکال ۱۵۰ ټنه خرما تولید شي.

په ننګرهار ولایت کې تر دا مهاله پر ۸۰ جریبه ځمکه د خرما باغونه جوړ شوي چې زیاتره په سره رود او ګوشتې ولسوالیو کې دي.

د چارواکو په وینا دغه ولایت کې د خرما ونو او حاصل ښه وده کړې ده او همدارنګه د یاد ولایت د مېوو کلکسیون کې د خرما نیالګي هم کرل شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو په اساس راتلونکی کال به په یاد ولایت کې پر ۳۵۱ جریبه نوره ځمکه هم د خرما نوي باغونه جوړ شي چې ۱۸۰ جریبه یې د ننګرهار وادې شرکت لخوا جوړیږي.

د ننګرهار ولایت اوبه او هوا د نورو مېوه لرونکو ونو ترڅنګ د خرما لپاره هم مناسبه بلل کیږي.

د ننګرهار ترڅنګ د افغانستان په هلمند او ځینو نورو ګرمو ولایتونو کې هم د خرما باغونو جوړلو هڅې زیاتې شوي دي.

تیره اونۍ د هلمند ولایت د کرنې ریاست هم وویل چې سږ کال به په دغه ولایت کې د خرما ۲۵ جریبه سوداګریز باغونه جوړ شي.

وړم کال افغانستان د ۹۲لکو امریکايي ډالرو په ارزښت نږدې ۲۰ زره ټنه خرما له ګاونډیو او سېمې هېوادونو څخه وارده کړې ده.

د کرنې وزارت چارواکو له دې مخکې امریکا غږ ته ویلي وو که افغانستان د خرماو په تولید کې پر ځان بسیا شي نو هر کال به لږ تر لږه ۱۰میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG