د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د خرما حاصلاتو کې پنځه برابره زیاتوالی


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې سږ کال به د دغه ولایت د خرما حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیاتوالی راشي.

د ننګرهار د ولایت ویاند وايي چې د دغه ولایت په ۴۰ جریبه ځمکې باندې د خرما ۲۷۰۰ ونې کرل شوي چې اوه ډوله خرما تولیدوي.

عطا الله خوګیاڼي نن دوشنبه جون ۲۹ (چنګاښ ۹) امریکا غږ ته وویل: "په حاصلاتو کې د زیاتوالي لوی عامل دا دی چې د خرما ونو ته په مسلکي ډول پاملرنه شوې."

ښاغلي خوګیاڼي که څه هم د تېر کال د حاصلاتو کچې په اړه څه ونه ویل خو وویل چې په راتلونکو کلونو کې به د خرما په حاصلاتو کې نور هم زیاتوالی راشي.

رستمي: د افغانستان د خرما کیفیت د سیمې هېوادونو د خرما کیفیت په پرتله ښه دی.
رستمي: د افغانستان د خرما کیفیت د سیمې هېوادونو د خرما کیفیت په پرتله ښه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کرنې او اوبو لګونې وزارت د خرما ونې د ترویجولو لپاره ملي طرحه جوړه کړې وه چې پر بنسټ یې یو شمېر ولایتونو کې د خرما بڼونه جوړیږي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن امریکا غږ ته وویل: "که دغه طرحه په بشپړ ډول عملي شي افغانسان ته به د بهرنیو خرماو واردولو ته اړتیا ونه لري."

د کرنې وزارت وايي چې تر اوسه په کره توګه معلومه نه ده چې په ټول افغانستان کې د خرما څومره بڼونه شته خو وايي ننګرهار، هلمند، نیمروز، خوست او کندهار هغه ولایتونه دي چې د خرما ونه پکې ښه وده کوي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې د افغانستان د خرما کیفیت د سیمې هېوادونو د خرما کیفیت په پرتله ښه دی.

دغه وزارت وايي، که افغانستان د خرما د تولید په برخې کې پر ځان بسیا شي هر کال ۱۰ میلیونه ډالر به د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وکړي او ځینو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

د رپوټونو پر بنسټ تېر کال افغانستان د ۹،۲ میلیونو ډالرو په ارزښت نیږدې ۱۹ ټنه خرما له بهرنیو هېوادونو نه وارد کړې ده.

XS
SM
MD
LG