د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی: سولې لپاره منځگړي ته اړتیا ده


داودزی: د طالبانو سره د سولې میکانیزم باید بدل شي ځکه چې په اوسنۍ تگلاره کې دریمگړی نشته.
داودزی: د طالبانو سره د سولې میکانیزم باید بدل شي ځکه چې په اوسنۍ تگلاره کې دریمگړی نشته.

د افغانستان د کورینو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی وایي چې د طالبانو ویشل کیدل د جنگي اړخه د افغانستان په گټه کار دی خو د سولې د پروسې د پاره ستونزې جوړوي.

ښاغلی داودزی وایي " د سولې په میکانیزم زما نیوکه دا ده چې پاکستان د یوې خوا موږ دښمن بولو او له بلې خوا د صادقانه همکاري هیله ترې لرو، دا دواړه کاره په یو وخت نه کیږي."

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر داودزی وایي "که طالب افغان وي او موږ هم افغانان یو، نو باید یوه افغاني لاره پیدا کړو. افغاني لاره باید د افغانانو په منځگړتوب وشي، یو شمیر افغانان باید رامخته شي او د حکومت او طالبانو ترمنځ جرگه شي.

ښاغلی داودزی وایي د پاکستان له همکارۍ مایوسه شوی "یوه نیمه لسیزه موږ هڅه وکړه خو هغوی همکاري ونکړه، خو حد اقل د سولې په پروسه کې د هغوی لاس لنډولی شو چې مداخله ونکړي."

ښاغلي داودزي د امریکا غږ د خبریال ایوب خاورین سره په مرکه کې زیاته کړه چې طالبانو څو کاله تیاری نیولی وو او په تمه وو چې بهرني ځواکونه ووځي، سږ کال یې خپل ټول زور وازمویه خو ناکامه شول.

بشپړه مرکه دلته واورئ چې پیل کې ښاغلی داودزی په کابل کې د ستر لاریون په هکله څرگندونې کوي:

د افغانستان د کورینو چارو د پخواني وزیر محمدعمر داودزي سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:12 0:00

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG