د لاس رسي وړ اتصالات

د وینزویلا د مخالفې مشرې ماچادو لور د خپلې مور د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړه


د وینزویلا د سیاسي مخالفې مشرې ماریا کورینا ماچادو لور د ناروې په اوسلو کې د خپلې مور په استازیتوب د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه، مور یې ویلي وو چې د جایزې مراسمو ته په لار ده خو مراسمو ته ونه شوه رسېدای.

د ناروې د نوبل د کمېټې مشر یورګن واتنه فریدنس د مراسمو ګډونوالو ته وویل چې «ماریا کورینا ماچادو خپل ټول وس وکړ، چې نن په دغو مراسمو کې برخه واخلي- په خطرناک وضعیت کې سفر.»

په مراسمو کې د هغې لور انا کورینا سوسا ګډون وکړ، په خپله ماریا د جنورۍ له نهمې نېټې څخه را وروسته په عام محضر کې لیدل شوې نه ده، هغه د وینزویلا په مرکز کاراکاس د خپلو پلویانو په یو اعتراض کې له ګډون کولو څخه یوه ورځ وروسته ونیول شوه.

د نوبل په ویبسایټ کې د ماچادو یوه ثبت شوې تیلیفوني مکالمه خپره شوې چې هغه په کې وايي ډېرو خلکو «خپل ژوند له خطر» سره مخامخ کړ، چې هغه اوسلو ته ورسېږي.

نوموړې اوسلو ته د روانېدو په مهال ویلي وو: «زه د دوی ټولو منندویه یم او په دې سره دا اندازه کېږي چې دا پېژندنه [د جایزې ګټل] د وینزویلا خلکو ته څه مانا لري.»

هغې ټېنګار کړی چې «دا جایزه د وینزویلا د ټولو خلکو لپاره ده او زه باور لرم چې هغوی به یې ترلاسه کړي. همدا چې زه ورسېدم خپله کورنۍ، خپل اولادونه، چې دوه کاله کېږي نه مې دي لیدلي، په غېږ کې ونیسم، او ډېر وینزویلایان او نارویژنیان چې زه یې پېژنم، زموږ په مبارزې او مقاومت کې ګډ» دي.

د هغې سره د پیوستون ښودلو لپاره د لاتینې امریکا څلورو ولسمشرانو د ارجنټاین ولسمشر هاویر میلي، د اکوادور ولسمشر ډانیل نوبوا، د پاناما ولسمشر هوسي راول مولینو او د پاراګوای ولسمشر سانتیاګو پینا، په دغو مراسمو کې برخه واخیسته.

د وینزویلا د اوسني ولسمشر نیکولاس مادورو څخه په دیموکراتیک ډول د ځواک د انتقال د هڅو له کبله ۵۸ کلنې ماچادو ته د اکتوبر په لسمه نېټه د سولې جایزه ورکړل شوه، متحده ایالتونه مادورو د مخدره موادو د ډلو او بهرنیو نړیوالو ترهګرو سازمانونو د مشر په توګه پېژني.

ماچادو دا جایزه د وینزویلا خلکو ته ډالۍ کړې وه، چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي- او ولسمشر ټرمپ ته چې د دغه هدف ملا تړي.

د نوبل کمېټې ماچادو داسې یوه ښځه بللې ده، چې «د مخ په زیاتېدونکي تورتم په منځ د دموکراسۍ شغله یې بله ساتلې» ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG