د لاس رسي وړ اتصالات

قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو په لومړۍ ورځ څه وویل شول؟


قطر کې بین الافغاني ناسته
قطر کې بین الافغاني ناسته

په افغانستان کې د روانې جګړې ختمېدو او سولې ټینګېدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه نن شنبه جولاۍ ۱۷(چنګاښ ۲۶) د قطر په منځګړیتوب په دوحه کې پرانیستل شوه.

په یاده بین الافغاني غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب د ملي مصالحې عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو شمېر سیاسینو او د حکومت د مذکراتي پلاو غړو او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ طالب استازو ګډون کړی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ناستې په پرانیستې وینا کې په افغانستان کې د جګړې ختمېدو او سولې ټینګېدو لپاره د یادې ناستې پر جوړېدو خوښي وښوده.

نوموړي په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د اندېښنې په ښودلو وویل چې قربانیان یې ملکي وګړي دي.

هغه زیاته کړه: "هیله مو داده چې دا ناسته د پاک الله په توکل، په هیواد کې د سولې او سوکالۍ لپاره ښې پایلې ولري، او بالآخره زمونږ په هیواد کې تر ټولو اوږدې غمیزې او جنګ ته د تل لپاره دپای ټکی کیښودل شي."

ډاکتر عبدالله عبدالله وویل چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نلري او ټینګار یې وکړ چې ټول تمرکز باید د خبرو له لارې پر سیاسي هواري باندې وشي.

نوموړي زیاته کړه چې د سولې ټینګېدل د دواړو لورو انعطاف منلو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره په سیمه ییز او نړیواله کچه فضا رامنځته شوې ده.

هغه په افغانستان کې د سولې ټينګېدو او جګړې پای ته رسېدو لپاره طالبانو ته خطاب کې وویل: "موږ راغلي یو تر څو تاسو ته ډاډ درکړو چې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټوره استفاده وشي.مشکل که هر څومره لوی او پیچلی وي خو په مشوره، صداقت او د هیواد علیا ملي ګتو ته په پام سره حل کیدلای شي. هغه څه چې مثبت دي راځئ چې وده ورکړو او هغه څه چې دواړه خواوې ورباندې یقیني دي چې هیواد اوملي ګټو ته تاوان رسوي ور سخه دده وکړو. هره ورځ چې مذاکرات ځنډیږي، مونږ او تاسې ټولو خلکو ته ملامت کیږو."

عبدالله عبدالله وویل چې د سولې خبرو کې باید د افغانستان د خلکو غوښتنې په نظر کې ونیول شي: "د دواړو خواو تر منځ دسولې مذاکرات باید د هیوادوالو غوښتنو ته په پام سره، یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي. که د خلکو غوښتنو ته پام و نکړو خدای مکړه دا جګړه نوره هم اوږدیدلای شي او هیواد به مو بیرته په یوه کنډواله بدل شي."

په یاده غونډه کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم وویل چې د بین الافغاني مذاکرتو له پرانیستلو لس میاشتې تیري شوي خو په خبره یې د ځینو ستونزو له امله یې پکې پرمختګ نه دی راغلی.

هغه د دغه ستونزو یادونه ونکړه، خو زیاته یې کړه چې له خپل اړخه یې د بریالیتوب هڅې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، لکه هر افغان چې پکې د اوسیدو حق لري همدا ډول یې په اړه د خدمت او مسئولیت حق هم لري، موږ چې لوړ اهداف تر لاسه کوو باید له جزیاتو تیر شو. پراخه سینه، تحمل او برداشت ولرو. بې باوري او بې اعتمادي باید ختمه کړو."

د قطر په کوربتوب د بین الافغاني مذاکراتو د پرانستې مراسم نن پای ته ورسېدل او د دواړو لورو ترمنځ د اووه کسیزه مرکچیانو مذاکرات پيل شول.

XS
SM
MD
LG