د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې میشتو افغانانو په واشنګټن ډي سي کې مظاهره وکړه


DC Protest
DC Protest

د شنبې د ورځې اګست ۲۸ (وږي ۶) د واشنګټن په وخت د ماسپښین په څلورو بجو ګڼ شمیر افغانانو سپینې ماڼۍ ته نږدې او د واشنګټن ډي سي د ښار په نورو واټونو کې مظاهره وکړه.

دوی چې " مړه د وي طالبان او ازاد او ژوندی د وي افغانستان" شعارونه یې ورکول په افغانستان کې له روان وضعیت څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه او له افغانستان څخه یې د تخلیې د ماموریت د تمدید غوښتنه کوله، چې له ګواښ سره مخامخ افغانان وکولی شي له دغه هیواد څخه ووځي.

د مظاهرې یوه ګډونوال جاوید کوټوال وویل چې دا په واشنګټن ډي سي کې د افغانانو تر ټولو لویه مظاهره وه او امریکا ته د نویو راغلو افغانانو ترڅنګ ډیر شمیر هغو افغانانو هم په کې برخه اخیستې وه چې ډیر پخوا امریکا ته راغلي دي.

د یادونې وړده چې د افغانانو له خوا د طالبانو په او پاکستان په مذمت او له کابل څخه د تخلیې له ماموریت څخه د ناخوښي د ښودلو په خاطر په دې وروستیو کې په بریتانیا، یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو او د امریکا په نورو ښارونو کې، دېته ورته نورې مظاهرې هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG