د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: وچکالي افغانستان کې ۷ میلیون کروندګر تهدیدوي 


افغان کروندګر
افغان کروندګر

ملګرو ملتونو نن شنبه اګست ۲۸ (وږي۶) شاوخوا اوه میلیون افغان کروندګرو سره د مرستو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي چې ۱۴ میلیون افغانان غذايي مصونیت نلري او په دې کې کروندګر تر نور ډېر له ستونزو سره مخامخ دي.

د دغې ادارې مشر کودانګیو وویل چې د زراعت په برخه کې مرسته د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د وچکالۍ د اغیزو په ضد مبارزه کې کلیدي رول لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان په تېرو دریو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او شاید د اکتوبر په میاشت کې د وړو له کموالي سره هم مخامخ شي.

ښاغلي دانګیو وویل که له کروندګرو سره مرسته ونشي شاید هغوی کر کیلی پرېږدي.

ملګري ملتونه وايي له کروندګرو سره مرستې نه کول د غذايي مصونیت ستونزه نوره ډېروي او دا کار به د افغانستان د ثبات لپاره یو بل ګواښ وي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د وچکالۍ د ستونزو د حل لپاره ۱۸میلیون ډالرو ته اړتیا ده. وايي چې شاید په ژمي کې له ۱.۵میلیون افغانان سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG