د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي ګارد په غړو د وسلوال برید د مظنون په اړه معلومات


په واشنګټن کې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر۲۶) د متحدو ایالتونو د ملي ګارد په دوو غړو له ډزو وروسته یو افغان نیول شوی دی.

امریکایي چارواکي وايي چې بریدګر یو ترهګریز عمل یې ترسره کړی او هغه "بهرنی مجرم" بولي.

بریدګر څه وخت امریکا ته راغلی؟

د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت وایي چې ۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په اتمه، له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو له بې نظمه وتلو وروسته، د "ملګرو ته ښه راغلاست" په نوم د تخلیې د عملیات په چوکاټ کې متحدو ایالتونو ته راغلي و. دغه وزارت وایي چې دې پروګرام "د ترهګرو په ګډون زرګونو هغو افغان وګړو ته اجازه ورکړه چې زموږ هېواد ته راشي، چې سوابق یې څېړل شوي نه وو". مظنون کس د واشنګټن سټېټ اوسېدونکی دی.

د کومو تورونو سره مخامخ دی؟

د واشنګټن ډي سي څارنواله، جینین پیررو، د پنجشنبې په ورځ (د نومبر۲۷) خبریالانو ته وویل چې مظنون کس د برید د ترسره کولو په نیت، (له واشنګټن سټېټ څخه) په موټر کې د متحدو ایالتونو پلازمېنې ته راغلی و. هغې وویل چې لکڼوال د "۳۷۵ سمیت او ویسن "ډوله ټوپک سره د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې او پر هغه به د وژنې په نیت د برید او د تاوتریخوالي د جرم پرمهال د وسلې د لرلو تورونه ولګول شي.

څه سابقه لري؟

د مظنون کس په اړه پلټنې اوس هم دوام لري، خو د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي ای اې مشر، جان راتکلېف، ویلي چې لکڼوال په افغانستان کې د سي ای اې په ګډون د متحدو ایالتونو په حکومت پورې اړوندو ادارو سره کار کړی و.

جان راتکلېف، د فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې د بایډن حکومت د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې دې هيواد ته د دي مظنون کس راوستل یي "د هغه د پخواني کار له امله توجیه کړی و چې د سي ای اې په ګډون د متحدو ایالتونو له حکومت سره یې په کندهار کې د یوې ملګرې ځواک د غړي په توګه کړی و، کوم چې د تخلیې د بې نظمه بهیر لږ وروسته پای ته ورسېد".

راتکلېف نور جزیات ورنکړل. خو د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي ای) مشر، کاش پټېل، د پنجشنبې په ورځ وویل: "موږ د هغه د سابقې په او د هر پېژندلی شوی شریک په اړه یې چې په بهر کې وي یا په متحدو ایالتونو کې وي، بشپړه څېړنه کوو."

چارواکي وایي چې تراوسه پورې د برید انګېزه معلومه نده. د پېښې په اړه پلټنې ادامه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG