امریکایي چارواکي وايي چې د ملي ګارډ هغه دوه سرتېري چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې په یوه ترهګریز برید کې ویشتل شوي او سخت ټپیان شوي دي، له لومړنیو جراحي عملیاتو څخه روغ وتلي دي.
چارواکي د بریدګر په اړه، چې د افغانستان وګړی دی او یو مجرم کډوال بلل شوی، پراخې پلټنې کوي.
د ملي ګارد ټپي شوي غړي د لویدیځې ویرجینیا اوسېدونکي دي. د واشنګټن ډي سي څارنواله، جینین پیررو، چې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې یې خبرې کولی، د دغو ټپي شویو سرتېرو نومومه، انډریو وولف او سارا بیکسټروم، یاد کړل.
دواړه چې څه باندې شل کاله عمر لري، واشنګټن ته له لېږل کېدو لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې یې د ملي ګارډ د غړو په توګه لوړه کړې وه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د جرمونو پر وړاندې د سختو اقداماتو د یوې برخې په توګه، ملي ګارډ چې یوه پوځي احتیاطي ځواک دی، د متحدو ایالتونو پلازمېنې ته ولیږل.
د کورني امنیت وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې بریدګر، رحمان الله لکڼوال نومي او "بهرنی مجرم" دی. په اعلامیې کې ویل شوي چې د ولسمشر جو بایډن تر مشري لاندې د امریکا پځواني حکومت دغه ترهګر ته اجازه ورکړه چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په اتمې نيټې د "ملګرو ته ښه راغلاست" په نوم د تخلیې د عملیات په چوکاټ کې متحدو ایالتونو ته راشي.
لکڼوال ډېر ژر وروسته له هغې ونیول شو چې د چهارشنبې ورځې په ماسپښین یې د واشنګټن ښار په مرکز کې له سپینې ماڼۍ څخه څو سړکه لرې د ملي ګارډ په دوو سرتېري له نږدې ډزې وکړې.
د پیررو په وینا، لکڼوال چې ۲۹ کاله عمر لري، د واشنګټن اسټیټ د بیلینګهم ښار اوسېدونکی دی او د برید د ترسره کولو په نیت، (له واشنګټن سټیټ څخه) په موټر کې د متحدو ایالتونو پلازمېنې ته راغلی و. هغې وویل چې لکڼوال د " ۳۵۷ سمیت او ویسن" ډوله ټوپک سره د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې او پر هغه به د وژنې په نیت د برید او د تاوتریخوالي د جرم پرمهال د وسلې د لرلو تورونه ولګول شي.
په دې خبري کنفرانس کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا اف بي ای، مشر کاش پټېل، وویل چې فدرالي مامورینو د شپې لخوا په ټول هیواد کې ګڼ شمېر پلټنې وکړې چې په کې په واشنګټن سټیټ کې د لکڼوال د کور پلټل هم شامل وو.
د پټیل په وینا، د پلټنې په مهال، د اف بي ای مامورینو برېښنايي وسایل مصادره کړل او په کور کې له ټولو موجودو کسانو سره یې مرکې وکړې. د اف بي ای مشر وویل چې د لکڼوال د ملګرو سره خبرې، د دې ادارې مامورین دې ته اړ کړل چې د کلفورنیا ایالت په سانډیاګو کې هم مرکې وکړي.
د واشنګټن ډي سي څارنوالې، جینین پیررو وویل: "زما پیغام هغه کس ته چې دا کړنې یې ترسره کړې دي دا دی چې تاسو ناسم هدف، ناسم ښار او ناسم هیواد غوره کړی دی، او تاسو به د هغه تاوتریخوالي او شرارت له امله پښیمانه شئ چې زموږ د هیواد په پلازمینه کې مو ترسره کړې ده."
فورم \ دبحث خونه