د لاس رسي وړ اتصالات

د ماینونو د پوهاوي نړیواله ورځ؛ د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی


عکی: ارشیف
عکی: ارشیف

د ځمکې لاندې ماینونو د خطرونو څخه د پوهاوي د نړیوالې ورځې سره هممهاله ملګري ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د درې زرو کیلومترو مربع له زیاتې ساحې څخه د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو سره سره لا هم په دغه هیواد کې ماینونه او ناچاودې توکي د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښوي.

د اپریل څلورمه په نړۍ کې د ځمکې لاندې ماینونو د خطرونو څخه د پوهاوي او د ماین پاکونې په عملیاتو کې د مرستې د ورځې په توګه نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې په ماینونو او ناچاودو توکو یو ترټولو ډیر ککړ هیواد دی، چې د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورم (وري ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو جګړو کې د ځمکې لاندې ماینونو په چاودنو کې تر ۴۵ زرو پورې افغانان مړه اویا ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د ماین پاکونې د ټیمونو د هڅو په پایله کې تراوسه په افغانستان کې د ۳۰ زرو کیلومترو مربع څخه له زیاتې ځمکې ماینونه او ناچاودې توکي پاک شوي دي، خو لا هم ماینونه او ناچاودې توکي په دغه هیواد کې د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښوي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children) د سې شنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان چې اکثره یې ماشومان دي، د ماینونو او ناچادو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې "اوچا" هم د تیر ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شتون په اړه په یو راپور کې ویلي و، چې په دغه هیواد کې هره میاشت له ۶۰ څخه زیاتو افغانانو ته چې اکثره یې ماشومان دي د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله رسیږي.

اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې درې میلیونه افغانان د ماینونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو سره په هر کیلو مترۍ کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.

همدا د تیرې یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۲) د غزني د ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د تیرو جګړو څخه د یوې پاتې شوې مرمۍ د چاودنې له امله نهه ماشومان ووژل شو. همداشان په همدې ورځ د هرات په ولایت کې د ماین په چاودونه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپیان شوي وو.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکووني ریچارد بنیټ د دې ورځې په مناسبت د ایکس په پاڼه لیکلي چې په افغانستان ماینونو د ډیرو افغانانو ژوند اخیستی او د ډیرو د معیوبیت سبب شوی دی. هغه د ماینونو د خطر څخه د پوهاوي د زیاتیدو د اړتیا یادونه هم کړې ده.

په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د پیل سره هممهاله ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماین پاکو کار پیل کړ، خو اوس لا په دغه هیواد کې ډیرې سیمې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي.

په افغانستان کې د ماین پاکولو د پنځه داخلي ادارو ترڅنګ دوه بهرنۍ ادارې هم فعالیت کوي. د ماین پاکۍ د موسسو مسوولین وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ماین پاکۍ پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG