د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې هوايي بریدونو د سوریې په سرحدي پوستو کې ۱۷ کسان وژلي – څارونکي


د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د سه شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۵) وویل د سوریې پر سرحدي پوستو چې د بشارالاسد د حکومت له خوا رهبري کیدې د ترکیې په هوایي بریدونو کې ۱۷ جنګیالي وژل شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې:" د ترکیې سرحد ته نږدې د ترکیې په هوایي بریدونو کې چې د سوریې د رژیم څو پوستې په نښه شوي پکې ۱۷ سرتیري وژل شوي دي... "

دغه بنسټ دا نده روښانه کړې چې آیا قربانیانو د سوریې د حکومت او یا هم کردي ځواکونو سره تړاو درلود که نه.

خو سانا نیوز ایجنسي د نظامي سرچینو په حواله ویلي دي چې د ترکیې په بریدونو کې حد اقل د سوریې درې پوځيان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دغې رسنۍ د پوځ په حواله زیاته کړې:" زموږ د وسله والو ځواکونو له ملاتړ څخه پر هرې برخمنې پوستې برید به په ټولو جبهاتو کې له مستقیم او عاجل ځواب سره مخامخ شي."

دغه بریدونه د ترکیې له خوا نیول شوي ښار کوباني ته نږدې شوي دي، هغه سیمه چې د ترکیي ځواکونو او د کردانو په مشرۍ د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د شپې له خوا د نښتو شاهده ده.

بلخوا د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې په خاوره کې د کردي جنګیالیو د شپې په برید کې د هغوی یو عسکر وژل شوی دی.

د ترکیې پوځ زیاته کړې چې هغوی ددغه برید د غچ اخیستلو په هدف د سوریې په خاوره کې نظامي عملیات کړي چې په نتیجه کې یې " ۱۳ ترهګر له منځه تللي دي." انقرې ویلي چې په سیمه کې د هغوی عملیات دوام لري.

ترکیې د سوریې په خاوره کې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د جولای په ۱۹ نیټه له ایران او روسیې سره د غوندې له ناکامه کیدو وروسته خپل بریدونه زیات کړي دي. انقره کردي جنګیالي ترهکر بولي.

د سه شنبې په ورځ د کردانو تر کنترول لاندې هاساک سیمه کې د ترکیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې حد اقل څلور کسان ووژل شول.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو هم ویلي دي چې د جولای میاشتې راهیسې د ترکیې په بریدونو کې د هغوی ۱۳ غړي وژل شوي دي.

ترکیې د ۲۰۱۶ کال راهیسې د سوریې په خاوره کې د کردي جنګیالیو او د داعش د غړو په وړاندې په مکرر ډول بریدونه کړي دي خو په دا ډول عملیاتو کې ډیر کم د سوریې د دولت غړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG