د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: د سوریې لپاره د داعش مشر په هوایي برید کې ووژل شو 


په سوریه کې د داعش جنګیالي
په سوریه کې د داعش جنګیالي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي چې د سوریې لپاره د اسلامي دولت (داعش) سخت دریځې ډلې مشر نن د جولای په ۱۲ مه (چنګاښ ۲۱) د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قوماندې ویاند ډیو ایسټبرن وویل چې ماهر ال اګال هغه مهال په نښه شو، چې جنډیرس ته نږدې په موټرسایکل سپور و.

دې قوماندانۍ ویلي چې په دې بريد کې د داعش دغه مشر ته نږدې یو کس ټپي شوى دی، خو ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم تایید کړې چې د داعش مشر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د سوریې د ملکي دفاع ځواکونو هم ویلي، چې له حلب ولایت څخه بهر د هوايي برید په ترڅ کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی، خو د دغو کسانو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې ال اګال په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د پرمختګونو مسئول و.

ښاغلي ایسټبرن د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د داعش د دغه مشر وژل د سیمې او د داعش د تعقیب لپاره د امریکا ژمنتیا په ډاګه کوي او په نړیواله کچه د لا زیاتو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره به د دغې ډلې توان له مینځه یوسي.

د داعش د دغه مشر په اړه لږ معلومات موجود وو. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هغه د شام لپاره د داعش والي بللی دی.

دا برید پنځه میاشتې وروسته له هغه کېږي چې د داعش پخوانی مشر ابو ابراهیم القریشي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د سوریې په شمال کې وروسته له هغه ووژل شو چې د امریکايي ځواکونو له خوا د هغه د نیولو د مخنیوي لپاره په ایښول شوی بم ور برابر شو.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۰مه، داعش د القریشي مړینه تایید کړه او ابوالحسن الهاشمي القریشي یې د دې ډلې د نوي مشر په توګه معرفي کړ.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ۲۰۱۹ کال یرغلیز بریدونه د دې لامل شول چې داعش سخت دریځي په هغه هېواد کې خپلې وروستۍ سیمې له لاسه ورکړي او له هغه وخت راهیسې د داعش جنګیالي تر ډېره د سوریې په دښتو کې په خپلو پټنځایونو کې پټ شوي او په سیمه کې کله ناکله بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG