د امریکا په ویرجینیا ایالت کې امریکایي منصفه هیات غړو د تورن افغان، محمد شریف الله د محکومیت په اړه غونډه وکړه. په ده چې د کابل هوايي ډګر په مرګوني برید کې د لاس لرلو تور لګول شوی دی. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیات غړي پرون کومې پایلې ته ونه رسېدل او ټاکل شوې چې نن یو ځل بیا غونډه وکړي.
شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو په تور تورن دی، چې له امله یې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
د قضیې څارنوال، رایان وایت، ویلي چې شریف الله د داعش د یوه غړي په توګه د دې برید په پلان جوړولو کې اساسي رول درلود، او همدارنګه د داعش د نورو بریدونو، په شمول د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوه کنسرت پر مهال برید کې هم ښکېل و.
خو د شریف الله وکیل، لارن روزن، محکمې ته وویل چې موکل یې په درواغو د دې برید اعتراف کړی دی. هغه زیاته کړه چې څارنوالانو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ته د شریف الله له اعتراف پرته، بل هېڅ ډول اسناد او شواهد محکمې ته نه دي وړاندې کړي چې وښيي نوموړی د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس لري.
د شریف الله وکیل همدارنګه طالبان تورن کړل چې د جمهوریت د نظام له سقوط وروسته د کابل هوايي ډګر د دروازو د ساتنې له امله په دې برید کې ګرم دي.
امریکايي چارواکو په ویرجینیا کې شریف الله ته مدافع وکیل ونیوه.
جیریمي کمنز، د شریف الله مدافع وکیل چې د هغه استازیتوب کوي په څرگنده توگه وویل چې متحده ایالاتو غلط کس نیولی او د شریف الله څخه خبرې په زور اخیستل شوي.
کومنز وویل: "دا سړی، محمد شریف الله، پدې پیښه کې هیڅ رول نه درلود. پدې قضیه کې پوښتنه دا نه ده چې په حقیقت کې څه پیښ شوي، بلکې مسؤل څوک دی."
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټې برید چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته وشو، مسولیت د داعش ډلې اخیستی و.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ څېړنو موندلې چې د دې ځانمرګي برید عامل عبدالرحمان لوگری و، چې د داعش غړی و او د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا د بګرام له زندان څخه خوشې شوی و.
فورم \ دبحث خونه