د لاس رسي وړ اتصالات

چین: په کروناویروس د اخته کسانو ودانۍ نړیدلې ١٠ تنه مړه شوي


د چین په کوانژو ښار کې یو هوټل چې په کروناویروس اخته کسان په کې قرنطین کیدل نړیدلی او لس تنه په کې مړه شوي دي.

چینایي مقاماتو د یکشنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ١٨) وویل چې مرستندویانو د مازدیگر پورې ۴٨ کسان چې د نړیدلې ودانۍ لاندې شوي وو را ایستلي دي او د مقاماتو په وینا ٢٣ نور لاهم گیر پاته دي.

د چین د بیړني حالت وزارت ویلي چې د اطفایې او پولیسو په گډون شاوخوا ١٠٠٠ مرستندویان د ژغونرنې عملیات پرمخ بیایي.

چینایي مقاماتو ویلي چې دغه ودانۍ د شنبې په ماښام ونړیدله او د پیښې پر وخت په ٧١ تنه اوسیدل چې ٥٨ تنه یې په کروناویروس اخته وو.

د سینهوا خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د پیښې پر وخت ددې ودانۍ په لومړي پوړ کې د بیارغاونې چارې روانې وې.

رپوټ وایي چې پولیسو د ودانۍ خاوند نیولی دی.

XS
SM
MD
LG