د پاکستان سترې محکمې نن سه شنبه (اګست۱۸) پرېکړه کړې چې د دغه هېواد مخکنی زنداني صدراعظم عمران خان دې له زندان څخه روغتون ته ولیږدول شي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وکیل سردار محمد مصروف خان د محکمې د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د انصاف ګوند وايي چې د عمران خان روغتیا ښه نه ده او باید ژر روغتون ته انتقال شي.
مصروف خان وویل چې په روغتون کې د عمران خان د درملنې په مهال به د هغه کورنۍ هم د هغه د لیدو لپاره دوامدار تګ راتګ وکولای شي.
د پاکستان دغه ۷۳ مخکنی صدراعظم د اختلاس او ځینو نورو تورونو له کبله له ۲۰۲۳ کال راپدیخوا په راولپنډۍ کې بندي دی.
عمران خان او ګوند یې په هغه لګول شوي تورونه او د هغه زنداني کول سیاسي پرېکړه بولي.
د عمران خان زامنو تېرکال د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه وښوده او مدافع وکیل یې وویل چې په زندان کې د هغه د ښۍ سترګې دید هم کم شوی دی.
محکمه وايي چې روغتون ته د عمران خان د انتقال پرېکړه یې د هغه روغتیا ته د پاملرنې له کبله کړې ده او وايي چې روغتیايي پاملرنه د هر بندي او تورن کس اساسي حق دی.
محکمې د عمران خان د صحي ارزونې لپاره د یوې طبي ډلې د جوړولو امر هم کړی دی.
فورم \ دبحث خونه