د لاس رسي وړ اتصالات

د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه له طالبانو سره د ترکیې او قطر د تخنیکي ټېمونو لیدنه


د کابل نړیوال هوايي ډګر
د کابل نړیوال هوايي ډګر

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، د افغانستان د پنځو نړویوالو هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت په اړه د دغه وزارت او ترکیې او قطر د تخنیکي ټېمونو ترمنځ خبرې روانې دي.

د ترانسپورت وزارت ویاند امام الدین احمدي د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې دریمه) خبریالانو ته وویل چې د ترکیې او قطر ګډ تخنیکي ټېم د افغانستان د هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت په اړه د خبرو لپاره تیره ورځ کابل ته رسېدلی دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړه: "د ترکیې او قطر ګډ تخیکي ټېم تیره ورځ کابل ته تشریف راوړ، د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د قرارداد په اړه یې زموږ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له تخنیکي ټېم سره غونډه لرله. ان شاءالله دا غونډې به نورې هم دوام ولري. ترڅو د افغانستان د علیای ګټو په چوکاټ کې ورسره هوکړې ته ورسیږو."

په دې هوايي ډګرونو کې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ترڅنګ د هرات، مزارشریف، کندهار او د خوست هوايي ډګرونه شامل دي.

ترکیې حتی د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو دمخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او د امنیت د تامین لپاره تیاری ښودلی و.

د اګست د ۱۵وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو له خوا د زرګونو افغانانو د ایستلو پر مهال دغه هوایی ډګر ته ډیر زیان رسیدلی او د رادار سیستم یې خراب شوی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د ترکیې او قطر تخنیکي ټیمونو د کابل د هوایي ډګر په بیرته پرانستلو او پروازونو ته په تیارولو کې همکاري کړې وه.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، تیره اونۍ د خپل مالیزیایي سیال سره یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې ترکیه او قطر موافقه کړې چې په افغانستان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د پنځه هوایي ډګرونو د مدیریت لپاره ګډ کار وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې یو ترکي او یو قطري شرکت د کابل د هوایي ډګر په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د مدیریت لپاره یو تفاهم لیک لاس لیک کړی دی.

د تیر رژیم پر مهال د افغانستان له هوايي قلمرو څخه هره ورځ په زیات شمیر الوتکو عبوري الوتنې کولې چې د هرې الوتکې د تیریدو څخه به دغه هیواد ته اوه سوه امریکايي ډالر د رادار د خدمتونو لپاره ورکول کیدل.

XS
SM
MD
LG