د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د هوایي ډګرونو په اړه د ترکیې او قطر یو ګډ تخنیکي ټیم کابل ته ځي 


د طالبانو د حکومت دترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، ټاکل شوې ژر به د ترکیې او قطر یو ګډ تخنیکي ټیم د کابل هوايي ډګر په شمول د پنځه هوايي ډګرونو د امنیت د مدیریت د سپارلو په اړه د نورو خبرو لپاره کابل لاړ شي.

د یادوزارت چارواکو ویلي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر په ګډون د پنځه هوايي ډګرونو د امنیت د مدیریت لپاره د څو بهرنیو شرکتونو سره خبرې شوي، چې تمه ده د دغو خبرو په لړ کې به د ترکیې او قطر یو ګډ تخنیکي پلاوی د دغه وزارت د تخنیکي ټیم سره د خبرو لپاره ډیر ژر کابل ته راشي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) امریکا غږ ته وویل، ټاکل شوې وه چې دا ګډ پلاوی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغلی وای، خو اوس دوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته د دغه پلاوي د رسیدلو تمه لري.

ښاغلي احمدي وویل: "مونږ د مختلفو شرکتونو سره په خبرو بوخت یو ... مونږ خپل شرایط د ملي ګټو په چوکاټ کې ورته وړاندې کړي دي او تخنیکي ټیمونه به نور هم سره غږیږي که چیرې د هیواد په ګټه وي انشاالله د هوايي ډګرونو قرارداد به ورسره وشي".

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د دوشنبې په ورځ د خپل مالیزیایي سیال سره یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې ترکیه او قطر موافقه کړې چې په افغانستان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د پنځه هوایي ډګرونو د مدیریت لپاره ګډ کار وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې یو ترکي او یو قطري شرکت د کابل د هوایي ډګر په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د مدیریت لپاره یو تفاهم لیک لاس لیک کړی دی.

په دې هوايي ډګرونو کې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ترڅنګ د هرات، مزارشریف، کندهار او د خوست هوايي ډګرونه شامل دي.

ترکیې حتی د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو دمخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او د امنیت د تامین لپاره تیاری ښودلی و.

د اګست د ۱۵وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو له خوا د زرګونو افغانانو د ایستلو پر مهال دغه هوایی ډګر ته ډیر زیان رسیدلی او د رادار سیستم یې خراب شوی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د ترکیې او قطر تخنیکي ټیمونو د کابل د هوایي ډګر په بیرته پرانستلو او پروازونو ته په تیارولو کې همکاري کړې وه.

د طالبانو د چارواکو په وینا، کله چې بهرني ځواکونه د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه وتل د وتلو وړاندې یې د دغه هوايي ډګر د رادار سیستم هم ته زیان رسولی و. ښاغلی احمدي وايي، چې اوس مهال د دغه هوايي ډګر څخه یوازې د ورځې له خوا الوتنې ترسره کیږي.

ښاغلي احمدي وویل: "هوايي حریم څخه اوس الوتنې نشته انشاالله، چې قرارداد څخه وروسته به د هوايي حریم څخه عبوري الوتنې هم شروع شي. مستقیم پروازونه لرو د ورځې د پنځلسو څخه تر شلو پورې پروازونه کیږي، چې درې څلور یې کورني دي نور ټول بهرني دي په نورمال ډول دوبۍ ته، ترکیې ته، تاشکند ته همدارنګه چارټر پروازنه دي ایران ته نورمال ډول لکه مخکې، چې کیدل اوس هم د ورځې له خوا پروازونه دوام لري".

د تیر رژیم پر مهال د افغانستان له هوايي قلمرو څخه هره ورځ په زیات شمیر الوتکو عبوري الوتنې کولې، چې د هرې الوتکې د تیریدو څخه به دغه هیواد ته اوه سوه امریکايي ډالر د رادار د خدمتونو لپاره ورکول کیدل.

XS
SM
MD
LG