د لاس رسي وړ اتصالات

د دموکراتانو په مشرۍ ځینو ایالتونو کې د ماسک اجباري استعمال ختمېږي 


په امریکا کې په دې وروستیو کې د کروناویروس پېښې کمې شوې
په امریکا کې په دې وروستیو کې د کروناویروس پېښې کمې شوې

په امریکا کې د دموکراتانو له لوري‌ په یو شمېر رهبري‌ کېدونکو ایالتونو په ښوونځیو او سرپټو ځایونو کې د ماسکونو د اجباري کارولو د لېرې کېدو په اړه پلانونه اعلان شول.

دا اعلانونه داسې مهال کېږي چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس پېښې د پام وړ تر کچې کمې شوي او داسې ښکاري چې نور کرونا ویروس ته د ژوند د ورځنیو چارو د یوې برخې په سترګه وکتل شي.

د کالفورنیا والي کوین نیوزم تېره ورځ اعلان وکړ چې د فبرورۍ له ۱۵ نېټې وروسته به په سرپټو ځایونو کې د واکسین شویو کسانو لپاره د اجباري ماسک تړل ختم شي.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د اومیکرون د نوې بڼې له پيدا کېدو وروسته په کالفورنیا کې د کرونا ویروس پېښې ۶۵ سلنه کمې شوې دي.‌ مګر،‌ هغوی چې واکسین شوي‌ نه وي، له دې امر څخه مستثنی دي.

تر دې مخکې د نیوجرسي والي فېل مورفي اعلان وکړ چې د مارچ له اوومې نېټې وروسته په ښوونځیو کې ماشومان او د ښوونځیو کارکوونکي مجبور نه دي ماسک وتړي.

نوموړي ویلي دي چې دا د کرونا ویروس په مقابل کې د بري اعلان نه دی،‌ بلکې په خبره یې د دې لپاره دی چې د دغه ویروس په وړاندې مسئولانه چلند وشي.

د کنټېکټ د ایالت والي, نډ لامنټ ویلي د ښوونځیو مشرتابه بورډونو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د فبرورۍ له ۲۸ نېټې وروسته په ښوونځیو کې دننه دې د ماسک اجباري تړل بند کړي.

د ډیلاور د ایالت والي جان کرني ویلي دي چې په سرپټو ځایونو کې د ماسک اجباري کارول به د فبروري په ۱۱ او په ښوونځیو کې به د مارچ په ۳۱ ختمیږي. نوموړي‌ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې تر څو اونیو مخکې اوس په ښه وضعیت کې دي.

د اوریګن والۍ کېټ براون بیا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د مارچ په ۳۱ به د ماسک د کارولو شرایط ختم کړي.

نیویارک چې په لومړیو کې د کرونا ویروس مرکز بلل کېده، لا د ماسک د تړلو او نه تړلو په اړه کوم پلان نه دی اعلان کړی.

د کرونا ویروس په لومړیو میاشتو کې د جمهوریت غوښتونکو مشرانو د ماسک په نه اجباري تړل کېدو او دموکرات مشرانو یې په اجباري تړل کېدو ټېنګار کاوه.

دا مهال په امریکا کې د ورځې ۷۳۰۰۰ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبتېږي، څو اونۍ مخکې دا شمېره ۸۰۰زره وه.

XS
SM
MD
LG