د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بنګله دیش ته د کرونا وبا ضد د ۷.۴ میلیون ډوز واکسین لیږد پیل کړ  


متحده ایالاتو نن د جنورۍ په ۲۸ (سلواغې ۸) بنګله دیش ته کرونا ویروس ضد د ۷.۴ میلیون ډوزه واکسین لیږد پیل کړ.

د سپینې ماڼۍ یو مقام وویل چې امریکا په نړۍ کې د کرونا ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل رهبري کوونکي رول ته ژمنه ده، او بنګله دیش ته د فایزر شرکت د واکسینونو استول ددغې هڅې یوه برخه ده.

متحده ایالاتو تر اوسه د ملګرو ملتونو د کوواکس پروګرام له لارې څه دپاسه ۴۰۰ میلیون ډوز واکسین ټولې نړۍ ته استولی دي.

دا واکسین بنګله دیش ته پداسې حال کې ورکول کیږي چې واشنګټن ژمنه کړې چې د نړۍ هیوادونو ته ۱.۱ میلیارد ډوز واکسین واستوي.

د سپینې ماڼۍ دغه مقام چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي وویل د نړۍ هیوادونه ددې واکسین په مقابل کې اړ ندي چې متحده ایالاتو ته د کوم شي ژمنه وکړي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې په بنګله دیش کې د کرونا وبا د پیل راهیسې تر اوسه ۱.۷۵ میلیون تنه پهد کروناویروس اخته شوي او ۲۸ زره تنه پدې وجه مړه شوي دي.

دغه هیواد تر اوسه د خپل ۱۶۵ میلیون نفوس ۳۶ فیصده وګړي په بشپړه توګه واکسین کړي دي.

د کایزر د کورني بنسټ د معلوماتو په اساس متحده ایالاتو دمخه ۲۸.۴ میلیون ډوز واکسین بنګله دیش ته استولی دی.

د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون چې د امریکا او ټولې نړۍ د هیوادونو د کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو او مړینو شمیرې تعقیب او ثبتوي رپوټ ورکړی چې ددې وبا د پیل راهیسې تر اوسه په نړۍ کې څه دپاسه ۳۶۷ میلیون ۳۳۲ زره کسان په کوویډ۱۹ اخته شوي چې ددې جملې څخه څه دپاسه پنځه میلیون ۶۴۰ زره تنه یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG