د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې د والي د لیري کېدو لپاره لاریون


په بامیان ولایت کې نننی لاریون
په بامیان ولایت کې نننی لاریون

د بامیان ولایت یو شمېر اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې د دغه ولایت د والي سید انور رحمتي د لیري کېدو غوښتنه کړې.

لاریون کوونکي نن سې شنبه مې څلورمه (غوايي ۱۴) د بامیان ښار واټونو ته راوتلي و او برحاله والي یې د قانون نه په سرغړونې تورن کړ.

هغوی ادعا کوي چې څو موده مخکې اصف فولادي د ولسمشر غني له خوا د دغه ولایت د ښاروال په توګه ټاکل شوی خو والي د دغه حکم په عملي کېدو کې سرغړونه کوي.

د بامیان ښار واټونو کې لاریون کوونکي
د بامیان ښار واټونو کې لاریون کوونکي

یو معترض علي رضا باور وویل: "نوی ښاروال باید معرفي شي. که د ولسمشر حکم عملي نه شي هغه کس چې تر ټولو لوی چارواکی دی مجرم پېژندل کیږي."

له بلې خوا د بامیان ولایت مقام وايي هر څوک کولی شي لاریون وکړي.

د بامیان د والي ویاند لطیف عظیمي خبریالانو ته وویل: "ښاغلي اصف فولادي د سیمه یزو ارګانونو ادارې نه د ده د مقررۍ په اړه مکتوب راوړی و خو ورپسې له یادې ادارې بل مکتوب مو ترلاسه کړ چې د دویمې اطلاع پورې ښاغلی فولای مه معرفي کوئ."

عظیمي زیاته کړه، هر کله چې موږ ته بیا هدایت راکړل شي موږ به دغه کس معرفي کړو.

ننني لاریون کوونکي له حکومت نه غواړي چې دغه ستونزه حل کړي او دغه ولایت ته وړ کس د ښاروال په توګه معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG