د لاس رسي وړ اتصالات

ډینګو – وژونکي تبه چې میلونونه کسان پرې هر کال اخته کیږي


lao-mosquito-dengue-carrier
lao-mosquito-dengue-carrier

د ډینګو تبه د ماشي د چیچلو نه پیدا کیږي. پدې ناروغۍ کې د بندونو او عضلاتو درد دومره شدید وي چې ډاکټرانو ورته د "هډوکي ماتونکې" تبې نوم ورکړی. سرخوږی او تبه یې لومړنۍ نښې دي خو وروسته بیا دردونه دومره شدید شي چې ناروغ کانګې کوي، په بدن یې دانې پیدا کیږي او ستونی یې درد کوي.

د ډینګو ویروس اکثراً د نړۍ په هغو هیوادونو کې پیدا کیږي چې هوا پکې توده وه. د نړۍ تقریباً څلویښت په سلو کې وګړي پداسې سیمو کې ژوند کوي چې د ډینګو د ویروس پیدا کیدو خطر پکې زیات دی.

خو دغه ویروس د ۱۹۶۰ په لسیزه کې وروسته تر هغه په نړیواله کچه د روغتیا لپاره د اندیښنې وړ شوه چې خلکو د نړۍ ځینو ګرمسیرو هیوادونو ته سفرونه پیل کړل، په ځآنګړي ډول، کریبین، د امریکا پورټي ریکو، مرکزي او جنوبي امریکا هیوادونه، جنوب ختیځې آسیا هیوادونه او د آرام سمندر په غاړې پرتې ټاپوګانې هغه سیمې وې چې دغه ویروس پکې زیات پیدا کیده.

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې سږ کال یوازې په کمبوډیا کې د ډینګو ۳۹ زره قضیې ثبت شويدي پداسې حال کې چې تیر کال ۳۰ زره کسان په هغه هیواد کې پدې ناروغۍ اخته شوي و.

د دې ادارې په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په لاووس، ویتنام او تایلنډ کې هم د تیر کال په پرتله دغه ناروغي زیاته شویده. په تایلنډ کې سږ کال ۴۳ زره ۲ سوه قضیې ثبت شوې او دولت یې مجبور شي چې ملي اضطراري حالت اعلان کړي.

په بنګله دیش کې د ناروغیو د کنټرول او څیړنې ادارې ویلي دي چې د روان میلادی کال د سپټمبر د میاشتې تر پنځلسمې نیټې پورې د دوه سوو نه زیات خلک د ډینګو ویروس وژلي دي او ۸۳ زره قضیې یې ثبت کړیدي.

ډاکټران وایي دا ناروغي ځانګړي درمل ته اړتیا نلري بلکې هماغه دارو درمل ورته کفایت کوي چې د نورو تبو پر وخت ناروغانو ته ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG