د بې پولې ډاکترانو سازمان د یوه رپوټ په خپرولو سره د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو د مرګونو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې مېشتې افغان کډوالې کورنۍ اړې شوي چې یا په ویره او خطر کې د ژوند کولو او یا هم نورو خورا ګرانو انتخابونو ترمنځ یو وټاکي.
په دې رپوټ کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د روغتیايي خدمتونو اړتیا ته اشاره شوې او ویل شوي چې ضروري روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي پر وړاندې د شته خنډونو له امله، د بېړنیو نړیوالو بشري مرستو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
دغه سازمان ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډلهییز ایستل په یوه ناورین بدل شوی او د زیانمنو افغانانو کړاوونه یې لا ډېر کړي دي.
رپوټ زیاتوي چې د نیول کېدو او ایستلو ویرې ډېری افغان کډوال دې ته اړ کړي چې د طبي اړتیا پر مهال روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ونه کړي.
رپوټ وایي: “دغه ویره د رواني صدمې له امله د حمل د ضایع کېدو، د ناروغیو د نه درملنې او د اسنادو د نشتوالي له کبله د درملنې نه د انکار سبب ګرځي.”
په پاکستان کې د بېپولې ډاکترانو د ماموریت مشر، شو ویبینګ ویلي چې د پاکستان حکومت باید ډاډ ورکړي چې هېڅ افغان کډوال به په زور افغانستان ته ونه شړل شي.
میلیونونه افغان کډوال، چې پکې د استوګنې اسناد لرونکي او بېاسناده افغانان شامل دي، په پاکستان کې ژوند کوي؛ چې ډېری یې یا په هماغه هېواد کې زېږېدلي او یا یې د خپل عمر ډېره برخه هلته تېره کړې ده.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی او یوازې په روان کال کې له یو میلیون ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.
د بېسرحده ډاکترانو سازمان ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر راهیسې په څرګند ډول زیات شوي او دا مهال د پاکستان حکومت په بېپروا ډول، د استوګنې وضعیت ته له پاملرنې پرته، ټول افغان وګړي ستنېدو ته اړ کوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له لسو میلیونو څخه ډېر افغانان چې د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا څلورمه برخه جوړوي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي، او میلیونونه نور د افغانستان دننه له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۶ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي یا بېرته ستانه شوي دي، چې په دې توګه له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته د ستنو شوو یا ایستل شوو افغان کډوالو شمېر څلورو میلیونو ته رسېږي.
ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې راستنېدونکي افغانان له ګڼو ستونزو لکه د سرپناه نشتوالی، د کار نه موندل، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته نه لاسرسی او په کوربه ټولنو کې د بېرته ادغام له ستونزو سره مخ دي.
فورم \ دبحث خونه